د افغانانو او لیکوالانو ستراتیژیک مرکز
دا مرکز د افغانانو د علمي او کلتوري پرمختګ لپاره یوه ژمنه اداره ده چې په هیواد دننه او بهر د تحصیل، کلتور، او سالم سیاست په برخو کې فعاله ده.
دافغانانو او لیکوالانو ستراتیژیک مرکز د یوې داسې ستراتیژۍ پر بنسټ فعالیت کوي چې نه یوازې د افغانانو علمي او کلتوري ارزښتونه وساتي، بلکې د نړیوالو معیارونو پر اساس د افغانستان د پرمختګ لپاره علمي لارې چارې وړاندې کړي
د لیکوالانو ستراتیژیک مرکز ژمن دی چې د نړیوالو سره په ګډه د سالم سیاست له لارې د سولې او خبرو اترو فضا رامینځته کړي. دا هڅې به افغانانو ته د دې زمینه برابره کړي چې د افغاني دیالوګ له لارې خپلې شخړې په خپله حل کړي او د یووالي او ثبات لوري ته پرمختګ وکړي.
دغه مرکز لاندې موخې لري
لومړی -تعلیمي پرمختګ ته وده ورکول
د لوړو زده کړو لپاره د افغان محصلینو ملاتړ کول
د تحصیلي بورسونو په اړه معلومات شریکول او زده کړو ته لاسرسی اسانه کول
دوهم -کلتوري ارزښتونو ساتنه او وده
د افغاني کلتور د ارزښتونو او تاریخ په اړه څېړنې کول او خپرول
د فرهنګي بدلونونو او پرمختګونو په اړه سیمینارونه او ورکشاپونه تنظیمول
دریم -سالم سیاست ته لارښوونه
د افغان ځوانانو لپاره د سالم سیاست د اصولو په اړه روزنیز پروګرامونه
د سیاستوالو او لیکوالانو ترمنځ د نظر تبادلې لپاره غونډې جوړول
څلورم -علمي لیکنې او څېړنې
د علمي مقالو او څېړنو خپرونه چې د افغانانو ستونزې او اړتیاوې په نښه کوي
د کتابونو، مقالو، او راپورونو له لارې د علمي فکر وده
د افغانانو او لیکوالانو ستراتیژیک مرکز نور علمي او سیاسي
مسؤولیتونه
په کور دننه
لومړی -د تعلیمي بنسټونو ملاتړ
د ښوونځیو، پوهنتونونو، او روزنیزو مرکزونو لپاره تعلیمي مواد چمتو کول
د استادانو د روزنې او د عصري تدریسي میتودونو د ترویج لپاره پروګرامونه جوړول
دوهم -د ځوانانو لپاره روزنیز فرصتونه
د نوښتګر ذهنیتونو د وده لپاره ورکشاپونه او سیالۍ تنظیمول
د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره د ځوانانو هڅول او ملاتړ کول
دریم -د څېړنیزو مرکزونو جوړول
د څېړنو لپاره د ځانګړو مرکزونو بنسټ کېښودل چې د افغانستان د ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ستونزو حل ته لار هواره کړي
د سیمې د طبیعي سرچینو د اغیزمنې استفادې په اړه علمي څېړنې ترسره کول
څلورم – د ملي پالیسیو ملاتړ
د علمي سلا مشورو له لارې د حکومت د تعلیمي، صحي، او اقتصادي پالیسو اصلاح کول.
د افغاني ټولنې د اړتیاوو پر اساس د پراختیایي پروژو د طرحې لپاره علمي راپورونه وړاندې کول
پنځم -د سولې او ثبات لپاره علمي لارښوونه
د قومي، مذهبي، او سیاسي شخړو د هوارولو لپاره علمي څېړنې ترسره کول
د سولې د ټینګښت لپاره د افغاني عنعناتو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې حل لارې وړاندې کول
په بهر کې
لومړی -د نړیوالو علمي مرکزونو سره اړیکې
د نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره د علمي تبادلو پروګرامونه جوړول.
د افغان زدهکوونکو لپاره د نړیوالو تعلیمي بورسونو او فرصتونو ترلاسه کول
دوهم -د افغان کلتور نړیواله معرفي
د افغاني کلتور او تمدن په اړه نړیوال سیمینارونه او کنفرانسونه تنظیمول
په نړیواله کچه د افغاني لیکوالو او پوهانو علمي او ادبي کارونو خپرول
دریم -د مهاجرینو لپاره علمي ملاتړ
په بهر کې مېشتو افغانانو ته د زده کړو فرصتونه برابرول
د کډوالۍ د ستونزو په اړه څېړنې او د حل لارې وړاندې کول
څلورم – د نړیوالو بنسټونو سره همکاري
د ملګرو ملتونو، یونسکو، او نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه د علمي او تعلیمي پروژو پلي کول
د نړیوالې سولې، اقلیم بدلون، او بشري حقونو په اړه د علمي څېړنو ترسره کول
پنځم – د افغان علمي شخصیتونو نړیوال اتصال
د بهر مېشتو افغان پوهانو لپاره د همغږۍ د یوه نړیوال شبکه جوړول
🌿
د افغانانو او لیکوالانو ستراتیژیک مرکز په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره د مهاجرت په برخه کې سالم او ارزښتناک خدمات وړاندی کوی
لومړی -د قانوني مهاجرت لپاره سلا مشورې
د مهاجرت اړوند قانونونو او پالیسیو په اړه دقیق او تازه معلومات ورکول
د ویزې، دایمي اقامت، یا تابعیت د ترلاسه کولو لپاره لارښوونې او اسنادو چمتو کول.
دوهم -د اسنادو د پروسس اسانتیاوې
د مهاجرت لپاره د اړینو اسنادو (پاسپورټ، ویزه، او نور) چمتو کولو کې مرسته
د قانوني اسنادو ژباړې او تصدیق کول
دریم -د کورنیو د یو ځای کېدو ملاتړ
د افغانانو د کورنیو د یو ځای کولو لپاره د اړینو فورمو ډکولو او پروسې اسانتیا
د نړیوالو قوانینو له مخې د کورنۍ غړو د راوستو لپاره قانوني مشورې
څلورم -د مهاجرینو د کلتوري او تعلیمي ادغام
په بهر کې مېشتو افغانانو ته د هغوی د نوې ټولنې د فرهنګي او ټولنیزو اصولو په اړه ورکشاپونه.
د افغان کلتور د معرفي او حفظ لپاره د ټولنو جوړول او ملاتړ
پنځم -د کډوالو لپاره د تعلیم او کارموندنې لارښوونه
په بهر کې مېشتو افغانانو ته د زده کړو او مهارتونو ترلاسه کولو فرصتونه معرفي کول
د کار موندلو لپاره د کاري غوښتنلیکونو او سی وي د چمتو کولو لارښوونه
شپږم -د قانوني حقونو د ساتنې لپاره ملاتړ
د افغان کډوالو د حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه
د قانوني ستونزو په وخت کې د وکیلانو او قانوني مشاورینو سره د اړیکې اسانتیا
اووم -د ژبني خنډونو د حل لپاره مرسته
د مهاجرینو لپاره د ژبې د زده کړې پروګرامونه چې د نوي ځای د ژبني اړتیاوو سره مرسته وکړي
د رسمي اسنادو د ژباړې او قانوني اړتیاوو لپاره خدمات
اتم -د بې سرپرسته افغانانو لپاره ځانګړې پاملرنه
هغه افغان کډوال چې د کورنۍ ملاتړ نه لري، د سرپناه، روزنې، او کارموندنې پروګرامونه.
د ځوانو کډوالو لپاره د مشورې او ملاتړ ځانګړي پروګرامونه
نهم -د افغانانو نړیوال اتصال
په بهر کې مېشتو افغانانو ته د یو بل سره د اړیکو نیولو لپاره د شبکو جوړول
لسم – د مهاجرینو لپاره د اروايي ملاتړ خدمات
د مهاجرت له امله د افغانانو د اروايي فشارونو کمولو لپاره مشورې او د ملاتړ پروګرامونه
دغه مرکز هڅه کوي چې په بهر کې مېشتو افغانانو ته د مهاجرت په برخه کې سالم او قانوني خدمات وړاندې کړي، څو دوی د نوې ټولنې سره په بریالیتوب ادغام شي او د خپل هویت ساتنه وکړي
🌿
د لیکوالانو ستراتیژیک مرکز هڅه کوي چې


