د هویت مهندسی Identity Engineering
د هویت له سره مهندسي Identity Re-Engineering
1:- د هویت مهندسی:
د هویت مهندسی یا -Identity Engineering- یو مفکوره ده چې د یو فرد یا ټولنې د هویت عناصر لکه ارزښتونه، باورونه، کلتور او شخصیت په شعوري بڼه بدلون یا وده ورکول رانغاړي. دا پروسه د سیاسي، اقتصادي او کلتوري تحولاتو لپاره کارول کېږي. د دې موضوع بحث په هغو ټولنو مطرح وي چې جګړې یا کلتوري یرغلونو د اغیزې لاندې وي، لکه افغانستان چې د نړیوال قدرتونو لپاره یې په مختلفو بدلونونو کې اساسي رول لوبولی او لوبوي یې. ولې د همدې وسیلي په اساس ډیرو هیوادنو خپلو ټولنو ته مثبته لاسته راوړنې کړې د بده مرغه د افغانستان لپاره دا بحث همیش منفي تمام شوی.
د هویت مهندسي ولې مهمه ده؟
• ټولنیز هویت تعریف: د عصري اړتیاوو او شرایطو پر اساس د یو ملي یا ټولنیز هویت تعریفوی ، چې ټولنیز سیاست او برخورد مشخصوي.
• په ټولنه کې کلتوري همغږي: د هویت مهندسي د مختلفو ډلو یا قبیلو ترمنځ د کلتوري ګډ ژوند او تفاهم جوړولو لپاره مرسته کوي.
• د تاریخي ارزښتونو ساتنه: د ټولنې مشترک تاریخي او فرهنګي شتمني له زوال څخه ساتي. د داسې تاریخي الهام بښونکي روایتونو پالنه کوي چې ملي یووالي رانغاړي.
• مشترک کلتوري ارزښتونه: د هغو مشترکو فرهنګي عناصرو پلټنه او موندنه چې ټول ښکیل اړخونه یې خپله شتمني ګڼي.
• تعلیمي نظام اصلاحات: د ملي هویت په بنسټ د ګډ او معاصر ښوونیز نصاب تنظیمیول چې د عصر غوښتنې پکې جواب شوې وي.
• د ښځو لپاره متوازنه پالیسي: افغان میرمنې د ټولنې د هویت په جوړولو کې حیاتي رول لوبوي. د ښځو زده کړې، سیاست کې رول او اقتصادي فعالیت د ټولنې د هویت لپاره بنسټیزې برخی دي؛ خو د بهرنیو فرهنګي اغېزو له امله، ځینې وختونه د ښځو حقوق د محلي کلتور او دیني باورونو پر وړاندې یو چیلنج ګرځيدلی. د ښځو پرمختګ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې چې په تصمیم نیونه او کلتوري پروګرامونو کې د ښځو فعاله ګډون تفسیر کړي.
• د رسنیو او ټکنالوژۍ رول: رسنۍ او ټکنالوژي په اوسني عصر کې د هویت د مهندسي کولو تر ټولو پیاوړې وسیلې دي. په افغانستان کې د رسنیو بې ساري وده د خلکو د افکارو، ژوند سبک او ارزښتونو په بدلون کې ستر رول لوبولی دی چې د تعلیم او عامه پوهاوي کې یې د افغانستان کلتوري شتمنیو ساتنه او مثبت تبلیغ ته توجه ډیره شي.
په افغانستان کې د هویت مهندسي:
افغانستان همیش د خپل جغرافیایي موقعیت، تاریخي شرایطو او کلتوري تنوع له امله د هویت په برخه کې د پیچلو ننګونو سره مخ دی. د هویت مهندسي په افغانستان کې د لاندې برخو لپاره ډیره مهمه ګڼل کېږي، د افغانستان پر اجتماعي هویت د تاریخ په اوږدو کې څو څو وارې د نورو ټولنو څخه بریدونه شوي چې یوه بیلګه به یې د غربي ټولنې اغیزه د کلتوري یرغل په شکل کې یو څه وڅیړو؛ چې د رسنو، ټکنالوژۍ او نړیوال سیاست له لارې غربي ارزښتونو هڅه چې تر یو حده یې د محلي کلتور ځای ونیو چې د وګړو په افکارو او چلند کې ډیر زیات بدلونونه راوستې دي.
د غربي تعلیمي سیسټمونو، ټولنیزو رسنیو، او نړیوالو ارزښتونو خپرېدل په افغانستان کې پر نوي نسل ژوره اغیزه کړې. په تربیوي ډول د موجوده محرک نسل لپاره د خپل تاریخي هویت د ارزښتونو په اساس د پرمختللي او معاصر هویت تعریف اړین لیدل کیږي.
نن په افغانستان کې قومي تنوع د دې لامل شوې چې د مشترک ملي هویت تعریف ډیر ستونزمن شوی. د هویت مهندسي په اساس کیدای شي د ټولو قومونو ترمنځ د ملي یووالي لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته شي، نو په دې اساس د هویت مهندسي په افغانستان کې د ټولنیزو او کلتوري ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره وسیله لیدل کېږي. دا پروسه به نه یوازې د غربي کلتور اغیزو د مثبتو او منفي اړخونو په تعریف او تحلیل کې مرسته وکړي بلکې د یو نوي او قوي ملي هویت د جوړولو لپاره هم لاره هواره کړي. د دې لپاره حتمي ده چې د ملي هویت پر اصولو او ارزښتونو باندې تمرکز وشي.
په موجوده افغانستان کې د قومي، ژبنیو، او مذهبي توپیرونو له امله د ملي هویت جوړول یو سخت بحث دی خو ناممکن نه دي ځکه د ملي هویت مهندسي یې اسانه لاره ده چې د دې توپیرونو ترمنځه وړل او د یو ملت ګډ ژوند بنسټ کیښودلی شي.

2:- د هویت له سره مهندسی:
د هویت له سره مهندسی یا -Identity Reengineering- په وروستیو کلونو کې د غربي مدرنېت او ټکنالوژۍ پرمختګ افغانستان ته د نوې کلتوریزم له لارې داخل شوی دی. دغه اغېزې د ټولنې په طرز تفکر، جامه، او حتی د هغوی په اړیکو او ژوندانه کې د ډیر بدلون سبب ګرځېدلي دي چې د افغانستان کلتوري خپلواکۍ یې ماډرنایزیشن یا د پرمختګ په عنوان د درنې سرمایه ګذارۍ په اساس د پوره د اغیزې لاندې راوستې.
کلیدي منفي اغېزې:
• د دودیز کلتور یې کمزوري کړی: د بهرنیو فرهنګونو بې قیده تقلید، حتی ځینې ځوانان خپل محلي دودونه زاړه او بې ګټې بولي چې د ځوانانو لپاره د هویت ګډوډۍ رامنځته شوې.
• په ژوند کولو کې نوي لګښتي بڼې: د غربي ژوند سبک کې د مصرفي کلتور تطبیق په ناخبره ټولنه کې چې هیڅ تجربه یې نه لرله او نه ورته په سالمه بڼه تعریف شوې ده.
• د کلتوري شخړو زیاتوالی: په ټولنیزو چارو کې د نوښتونو او بدلونونو پر وړاندې د فهم خلا چې مقاومتونو رامنځ ته کوي.
• د قومونو ترمنځ اختلافات: د ټولنیز بدلون په موخه د قبایلو او قومونو ترمنځ د ښه او بد بحث رامنځ ته کول چې د دریم لوري لپاره زمینه برابره شي چې د ګډ ژوند کولو لپاره د طبعي اړیکې پرته یو مصنوعي بحث د قرارداد په شکل رامنځ ته کړي. او هغه طبعي تاریخي اړیکه چې د ګډ تاریخ څخه ورپاتې وي د اختلافاتو له امله د نظره وغورزوي.
• د خپلو په مقابل کې په پردیو باور کول: نړیوالو ته اهمیت ورکول د خپل هیواد وال په مقابل کې چې دا ښه فرصت ګرځي د نور د لاسوهنو او د ټولنې د اختلافاتو په ترویج کې او په اسانه سره یرغل ته زمینه مساعدې دی شي.
• خپلو عابداتو او تاریخ ته په

دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

Facebook Twitter LinkedIn دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمونلیکوال او لیکنه دټولنی د پرمختګ ، لارښوونی ډیرمهم عناصردی چې...

by dannykhan231اگست 14, 2025
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ Facebook Twitter...

by dannykhan231فبروري 11, 2025
روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوبد عباداتو او...

by dannykhan231فبروري 11, 2025
د خیبر تاریخي جرګه

د خیبر تاریخي جرګه

د خیبر تاریخي جرګه Facebook Twitter LinkedIn  لیک: محمد ایوبد خیبر تاریخي جرګهد ډېرې خوښۍ ځای دی، چې د احمد...

by dannykhan231فبروري 11, 2025
دلوې لوبې استمراریا نوي پړاو

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاو

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاواکتوبر۱۹/۲۰۲۴ تورونت Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹ پړې کی په اسیا کی د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د...

by dannykhan231فبروري 9, 2025
روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی

روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی

روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی Facebook Twitter LinkedIn چي په خیال کی شم راګیر دیار د زلفوغوسوی مي زړه...

by dannykhan231فبروري 7, 2025