کلونه کلونه کیږي د ډاکټر جنبش د غږ او نوم سره اشنا یم د ده لیک سره هم اشنا یم چې ده خورا مهم اثار د ډیرو ښه یادو نړیوالو شخصیتونو پښتو را ژباړلي دي چې افغانانو ته خورا د تاریخي اهیمته برخمن دي .
د ده لیک خوږ دی او د ده غږ د وطن د ابادۍ غږ دی، او د ده مینه وطن دی.
دروند داکتر صیب که علمي پنځونې لري نو ژباړه یې هم ډیره روانه ده چې اکثر لوستونکی نه پرې پوهیږي چې دا ژباړه ده که پنځونه.
تر هر وخت نن سبا ګران وطن داسې خواخوږو او علمي کادرونو ته ډیره اړتیا لري چې وطن د داسې بیړني او بحراني حالته وکاږي دا هیله د همداشان کادرونو کیدای شي، ډاکټر جنبش داسې یو بهیر پیل کړی چې په ریشتیا هم د شادباشي وړ ده چې هغه د ولسمشر غني سره د مرکو بهیر دی،
چې دا یو ولسي امانت دی، زما له انده هغه سیاسي مشران ولو که هغه د هرې خوا وي که داکتر نجیب الله وو او که مرحوم استاد برهان الدین رباني دوې باید د خپل ژوند په واقعیاتو لیکل کړي وی ځکه دواړو یو څه فرصتونه لرل که ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتو په دفتر کې وو، او استاد محترم د ریاست جمهورۍ وروسته وو، ښه کافي وخت یې درلود چې د ژوند پیښې او خاطرې یې ملت ته پریښې وای همدا هیله له دروند مشر جناب حامد کرزي صیب هم کیدای شي چې د ژوند کیسې ولیکي سره ددې چې کرزي صیب د ځینو کیسو کولو جرئت په خپلو مرکو او مصاحبو کې کړی خو زما وړاندیز به دا وي چې که کرزی صیب یې ولیکي او د تاریخ د پاڼې په توګه یې ولس ته پریږدي نو احسان به یې ومنو او په دې لیک کې که د خاصې بې طرفۍ نه هم کار واخلي څه چې د ولس او قام په ګټه وي وه یې لیکي چې قام په دې وپوهیږي چې څوک یې دوست او څوک یې دښمن دی.
نو زما د انده دروند ډاکټر جنبش همدې کار ته یو څه ملاتړلې ده کوم چې د نورو پوره نه ده، نو دروند ډاکټر صیب ورته اوږه ورکړې ده.
زه ډاکټر جنبش ته د اږود او مثمر ژوند هیله کوم.

چار یې ښه

انجینر امین ظریف
د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی

دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

Facebook Twitter LinkedIn دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمونلیکوال او لیکنه دټولنی د پرمختګ ، لارښوونی ډیرمهم عناصردی چې...

by dannykhan231اگست 14, 2025
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ Facebook Twitter...

by dannykhan231فبروري 11, 2025
روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوبد عباداتو او...

by dannykhan231فبروري 11, 2025