دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

Facebook Twitter LinkedIn دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون لیکوال او لیکنه دټولنی د پرمختګ ، لارښوونی ډیرمهم عناصردی چې د ډیروبدلونونواوحتی دانقلابونه په راوستوکی یې دموثریت نه انکارنشی کیدی . لیکوال ټولنی ،بشریت اوانسان ته سعادت او دمثبت بدلون فکراونظریات وړاندی کوی دعلماووترمنځه د حقایقو په پیژندوکی د بحٍثونو زمینی برابروي چي د ډیرمهمواوعمده مطالبو،تیوریو، فلسفی اونویوفکرونو د منځ ته راتګ سبب ګرځی. خو دلیکوالانو لیکنی سل په سلوکي د سهوی اوخطا څخه هم خالی نه وی، اوکیدی شی د ډیرو ښومنل شویو لیکوالو په لیکنو کي داسی سهوی وشی چې د (فیل) نه په یوه ټکی (قیل) جوړکړی او اصل مطلب د خلکو په ذهنیت کی بل رنګه نقش شی. دا د یو ښه لوستونکی کاردی چې دا تفکیک وکولی شی اویوه لیکنه د یوه نقادپه تله وتلی . په دی باب زه د یو تاریخی یاداشت په برخه کی څوکرښی ستاسو حضورته وړاندی کووم خو مخکی له هغه دا خبره باید وکړم چی زه دتاریخی مطالبود لوستولویومینه وال یم. تاسی به دښاغلی ډاکترعبدالطیف (یاد) صاحب دنوم ،شخصیت ،لیکنو او خدمتونو سره اشنا یاست چي په اوسنی عصرکی یی د ډیرونورومعاصرو لیکوالو پشان پښتون او پښتوته دخدمت په لاره کی ډیر درانده ، متین او د قدروړګامونه پورته کړی دی چي دهرپښتون دپاره خاص ارزښت لری دا هغه ښاغلی دی چې په مستفیم اویاغیرمستفیم دهغه سترو پښتنو لیکوالواومفکرینود لیکنو، بحثونواو لیدنوڅخه متاثره شوی دی چي په خپل وخت کی يي د پښتواو پښتنو د را ویښولو، په علم اوعمل سنبالولو کي ډیرزیارونه او محرومیتونه ګاللی دی لکه : مرحوم محمدګل خان مهمند،مرحوم استادعلامه خادم ، مرحوم علامه حبیبې، مرحوم استاد بینوا، مرحوم مولانا رشاد ، مرحوم رشتین صاحب، مرحوم عبدالله بختانی خدمتګاراونورچی دوی د پښتوپالنی او پښتون ویښوونی د نهصت ددوری خلک وواواوس تول د الله پاک په حضورکی دی چې معاصرلیکوال یی کله ناکله په قدردانی کي لیکنی اویادونی کوی چې په لوستونکو بی تاثیره نه دی. په همدغه بنیاد ښاغلی یادصاحب د سترمبارزلیکوال اوسیاسی شخصیت مرحوم محمد حسن ولسمل صاحب د مړینی په یاد کی لاندی لیکنه د ۲۰۲۵ کال د اګست په دوهمه نیټه به خپلی فیسبوک پاڼه(بله ډیوه) کی خپره کړی وه چي کټ مټ یی رانقلووم: (شپږکلونه دمخه په همدی ننۍ ورځ د پښتو ژبی لیکوال، ژورنالیست، سیاست پوه، او ملی شخصیت ارواښادمحمد حسن ولسمل له دی فانی نړی نه سترګي پټی کړی.نوموړی د ظاهر خان د واکمنۍ د ولسواکۍ( دموکراسۍ)په لسیزه کی د ارواښادعلامه قیام الدین خادم سره یوځای د ( افغان ولس) په نامه اووه نیزه خپروله چې وروسته بیا یی همدغه اووه نیزه د(مجاهدولس) په نامه د مهاجرت او کډوالۍ په وخت کی په ناروی کی خپروله . نوموړی د یو شمیر کتابونو اوزیاتو سیاسی مقالولیکوال و. اروادی ښاده وی الله دی وبښی . دیادصاحب کور ودان چې د دووسترشخصیتونویاد یی په یوه لنډکۍ لیکنه کی کړی دی خو دا لنډه لیکنه زما له نظره لږغورغواړی او یاد صاحب ته مې ولیکل: سلامونه ښاغلی وروره ! ډیری ښکلی لیکنې کوي چې په ډیرذوق سره یی لولم . نن مې ستاسو دالیکنه د مرحوم ولسمل صاحب په باره کی ولوستله ، کور دی ودان چې د وطن ددووخدمتګارانویادموکړی دی خو زه پری پوه نشوم چې د (افغان ولس) اخباراو (مجاهدولس) اخبارترمنځه څه تړاوموجود دی ؟ تاسولیکلی : ( ښاغلی ولسمل د مرحوم خادم صاحب سره د افغان ولس جریده په ګډه خپروله او بیایی همدغه اخبارپه پیښورکی د مجاهد ولس په نامه خپراوه.) هیله کووم د زیاتی پوهاوی له پاره په دغه موضوع رڼا واچوېې ځکه دغه موضوع زمونږغوندی دمعاصرو، لیکوالو، محققینو،لوستونکواومطبوعاتی تاریخ دپاره نوی موضوع ده. درناوی ، ماڼیجن نشی اکست ۳/۲۰۲۵ زه ددغه جریان یو ژوندی تاریخ یم خصوصا د( افغان ولس) د جریدی ټول سوابق زما مونږ ترمخه تیرشوی دی. چې د (افغان ولس) جریدی او (مجاهد ولس) جریدی ترمنځه هیڅ ډول مستقیمه او یا غیرمستقیمه رابطه نشته اومرحوم علامه خادم صاحب هیڅ کله د مرحوم ولسمل صاحب سره یوځای کوم اخبار نه دی نشرکړی او نه هم په هغه وخت کی ددی خبری ضرورت محسوس شوی دی. خوسره له دی مې دځان سره مي فکروکړ چې د یاد صاحب نه یوه پوښتنه باید وکړم ممکن داسی کوم څه موجود وی چې زه به پری خبرنه یم خویاد صاحب راته داسی ځواب ولیکه چی کټ مټ یی رانقلوم : (ولس مل صاحب په پیښورکی دعه نوم ځکه بدل کړچې یوخوپه افعانستان روسانو تیری کړی واو له بلی خوا دپیښورپه څیرتنګ اوترینګلی ماحول او دتش په نامه اسلامی ګوندونوترمنځ د ملی مفکوری خاوندانوته ګرانه وه چې ژوند وکړی او بیا ملی خپروونۍ وکړی نود افغان ولس پرځای یي د مجاهد ولس نوم پری کیښود . دا زما نظر دی .) د یاد صاحب په دی لنډ پرګراف کی ډیری خبری دی او ډیری پوښتنی هم را پورته کیدی شی ، داسی ښکاری چې یاد صاحب په دی خبره ډیرټینګارلری چي د (افغان ولس) اخبارد مرحوم ولسمل صاحب ایجاد و نوځکه یی بیا په پیښورکی پورته دلایلوپربنا نوم ورته بدل کړدا خبره دغه دوو تاریخی جریدو په باب د حقیقت سره ډیرلوی تفاوت لری . ما ولیدل چې یاد صاحب په خپله خبره ډیرټینګ دی نو په لاندی ډول مې ورته د ډواړواخبارونوپه باب مفصل معلومات ولیکل چې که قناعت یی حاصل شی او دا جمله چي : ( مرحوم ولسمل صاحب د مرحوم خادم صاحب سره په ګډه یوخای یو اخبارد ( افغان ولس) په نامه خپراوه اصلاح کړی. داځل مې یاد صاحب ته د دقیقواوموثقو معلوماتوپربنا په تفصل سره داسی ولیکل : ( ډیره مننه کووم چې زما دلیکنی لنډ ځواب مو ولیکه . غواړم ستاسو توجه څوټکوته راوګرزووم چې تاریخی اشتباهات له منځه ولاړ شی او د شخصیتونوپه شخصی تاریخ کی اینده نسلونوته صحیح او دقیق معلومات وړاندی شی. د افغان ولس جریده هغه وخت راووتله چې د افغان ملت ګوند مرکزی کمیټی غړو پرمرحوم علام محمدخان فرهاد پاپا قوی نیوکي درلودی چي د اوږدو بحثونو وروسته د ګوند د مرکزی کمیټی زیات غړی د فرهاد صاحب نه جلا شول ( دا اوږد تاریخی او ګوندی مبحث دی چې جزیاتو نه یی ډډه کووم ) او دافغان ولس تر نامه لاندی یی بل حرکت پیل کړچې مسول مدیریی د ویښ زلمیانو دګوند پځوانی غړی د

د خیبر تاریخي جرګه

د خیبر تاریخي جرګه Facebook Twitter LinkedIn  لیک: محمد ایوب د خیبر تاریخي جرګه د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې د احمد شاه بابا له پېر سلګونه کلونه وروسته پښتانه په دې وتوانېدل، چې پر یوه ټغر راغونډ شي او د خپلو ورپېښو مسئلو د سوله‌ییز حل لپاره سلا مشورې وکړي. دا ټول د ولسي رهبر منظور پشتین برکت دی، چې د پنجابي استعمار سترګو کې یې سترګې واچولې او د خپلو جایزو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړ. د زړونو رهبر دې رب د تور سترګو له شره په امان لري. دا چې د جرګو مرکو په کور (خیبر) کې د پښتنو جرګه روانه ده، نو غواړم ځینې هغه حیاتي غوښتنې دلته په ګوته کړم، چې که چیرې په جرګې کې پرې بحث وشي،  نو اغېزناک به وي: 1- لرو پښتنو څخه پنجاب ملي هويت غصب کړی دی، دوی د خپل ملي هويت د اثبات لپاره باید د خپل ایالت نوم (ايالت افغانیه یا افغانیه صوبه) وټاکي. 2 -د پښتنو په ایالت کې باید د تعلیم تحصيل ژبه  پښتو وي او د حجرې جومات او دفتر رسمي ژبه باید چې هم پښتو وي. 3- پښتانه ديو ټبر په توګه څانګړي اصول او ضوابط جرګه او ناغه، ننواتي او بخښنه، مشر کشر ميا ملا خان او ملک او…، لري چې د امنیت او سوکالۍ متضمن دي دغه اصیل پښتني لرغوني اصول کولای شي چې د پښتنو کور ته سوله او سوکالي راولي. د پنجاب اداره دې دپښتنو له سیمو پولیس او فوج وباسي. پښتانه پر قومي او ملي تړون سره خپله سیمه له هر غاصب او غلیم څخه ساتلی شي. 4-د دواړو برخو پښتنو پر وړاندې دې ويزې سیستم لغوه او دتګ راتګ دروازې دې پرانېستې پریږدي  او د ویزې په نوم چې پر پښتنو کوم تجارت شروع دی، دغه دې فورا بند کړای شي. 5- د ټول پاکستان تعلیمي سیستم ته دې د ټیپو سلطان او مامد علي جناح  په څېر پښتانه مشاهير ورشامل کړای شي. 6-دپښتنو سیمو د طبیعي اقتصادي سرچينو لکه اباسین سیند، تمباکو، ګاز او نورخام توکي لکه مالګه احجار کريمه (قیمتې کاڼې)او نورو منابعو څخه دګټې دټولشمولیت په بدل کې پښتنو ته د هغې انډول امتياز ورکړل شي. د بجلۍ له ټيکس دې معاف شي او د اشتغال ستونزه دې حل کړل شي 7-دافغانستان په کورنیو چارو کې دی لاسوهنه بنده کړای شي. 8- ټول ورک او لاپته پښتانه او بلوڅ دې بلا قید او شرک راخلاص او خپلو سیمو او کورونو ته ولیږل شي. 9- د پښتنو په ټولو سیمو کې دې په جنګې لېونو سپو او جنګې ډلو لکه لشکر طیبه، حزب المجاهدین وغیره پابندې ولګي. 10-د ډیورنډ د جبرې کرښې وخت هم پوره شوی، نور دې دغه منحوسه کرښه ونړول شي او لر او بر پښتانه دې سره په حقیقي معنو سره یو افغان شی

روښان خادم/ټورنټو

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn راشی زما د بیګله شپی د فکرونو یوه برخه ددیموکراسی په باب درسره شریکه کړم . ددیموکراسی کل مه ، معنی او تعریف ډیر ښکلی دی خو په حقیقت کی یو سیاسی سراب باندی بدل شوی چی وروسته پاتی هیوادونه ورپسی ځغلی . زه د خپلو فکرونو او چرتونو په نتیجه کی دی نتیجی ته ورسیدم چی دا ایدیالی مفکوره مخ په معدومیدو ده او نور د ملکونو او نړی دپاره په درد نه خوری او جهان د یوی نوی ایدیولوژی او مفکوری په درشل کی دی او بله فلسفه او بله لار به پرانستل کیږی خو دا چی څومره وخت به ونیسی معلومه نه ده. د تش په نامه دیموکراسی اصلیت او مالکیت نن د امریکا په لاس او صلاحیت کی دی او د امریکا د رضایت نه بغیر هیڅ ملک نشی توانیدی چی خپله دی ځانته دیموکراسی جوړه کړی چی زه ورته (ملی دیموکراسی ) وایم هغه تعریف چی پخوانیو د ملی دیموکراسی په باب کړی دی په هغه زه کار نه لرم. ما مخکی وویل چی دیموکراسی د امریکا ملکیت دی په دی معنی چی د امریکا په یو سیاسی فرانچایز Franchis بدل شوی لکه د مکدونالد رستورانت چی مالکیت یی د یو شخص سره دی هر څوک چی وغواړی دا رستورانت خلاص کړی باید مالک ته یی درخواست ورکړی که د مکدونلد شرایط یی بوره کړه نو دیو قیمت او دمک دونالد د شرایطو قبلولو په مقابل کی ورته اجازه ورکول کیږی. زما له نظره دیمکوکراسی همدا بڼه غوره کړی ده. په غرب کی ددیموکراسی په نامه فقط (وټ) یعنی رای ورکول هغه هم د قدرت د خاوندانو په ګټه موجود اوباقی پاتی دی نور هر جز بدل دی څو کلونه وړاندی چی زه په پیښور کی وکیل نجار وم زما سره یی مامور وچی کله کله به یی بحثونه کوول یوه ورځ یی وویل (د نړی د ټولو سیاسی فلسفو او تیوریو کی بد ترینه فلسفه او تیوری دیموکراسی ده) دا خبره ماته ډیره ستغه معلومه شوه او پوښتنه مي تری وکړه چی ولی؟ په ځواب کی یی راته وویل   رای ګیری،  اکثریت او اقلیت هغه دوه عمده شیان دی چی د قدرت دلاس ته راوړلو دپاره پکاریږی او دا یی بدترینه برخه ده ځکه هر ثروتمن د نه سړی زوی به د پیسو په زور رای واخلی او په یو ملت به حاکمیت کوی. ) دا یو ستر حقیقت دی چی ما د بو غیرسیاسی عادی شخص څخه واوریده. چی د ثبوت مثالونه یی زمونږ په ملک کی ډیر دی ایاپه فرانسه کی په اسلامی حجاب بندیز، او داسی نور مثالونه کومه دیموکراسی ده ؟   بنا هر ملک مجبور دی چی د امریکا څخه یی امتیاز د یو قیمت په بدل کی تر لاسه کړی هغه ملکونو چی خپل ځانته یی د خپلی دیموکراسۍ د جوړولو اقدام کړی نتیجه یی په ټوله نړی کی منفی مثالونه لری چی د مختلفو دلایلو د ایجاد ترڅنګه د هغه ملکونو تباهی یی رامنځ ته کړی ده خو ددی فرانچایز د امتیاز اخیستو په مقابل کی د امریکا اطاعت د ملک د ملی ګټو او ثروت امتیازات  فرهنګی او ملی ارزښتونو به پدله کی ورکوی په خلاصه کی داسی ویلای شم چی دښکلی دیموکراسیۍ څهره او ماهیت بدل شوی د استعماری اهدافو او قدرت دلاس ته راوړلو وسیله ګرزیدلی لکه ادیان چی د حکومت، قدرت او انحصارګری د لاس ته راوړلو وسیله شوی ده د نړی سیاسی فلاسفه په دی خبره پوهیږی او د نوی لار په لټولو پسی به وی ترڅو نړی د جنګ او جګړی څخه وساتی یوه انسانی داسی ټولنی دپاره لار پیدا کړی چی د بشر د سوکالی، امنیت، مصونیت، متضمنه او ددیموکراسی ځای ناستی شی . دیموکراسۍپه مخه دی ښه

لیکوال: روښان خادم

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹مه پېړې کی په اسیا کې د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول  یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو    دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې  شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو.    زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. –   د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول  او داسی ډ‌یرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی.       په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده .    د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه  زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری.               په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی:  چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د  ( قرضی لومې دیپلوماسی) ورته ویلی شو.

لیکوال انجنیر امین ظریف

لیکوال انجنیر امین ظریف دجګړۍ لپاره یوه پيړۍ!!!    Facebook Twitter LinkedIn د اوکراین د محاذ کمزوری ، دغزې جګړې د سکې بل اړخ دي! له فرهنګي پلوه په نړۍ کې ډېر مذهبونه شته، خو د ایډیالوژیکي واقعیتونو عملي کوونکو له نظریه سره د نننۍ نړۍ دین زما په اند «مادي پرستی» ده. کیدیشي زما ارزونه سمه نه وي .اوس مهال د هرچا د ژوند هدف د ډیرو شتمنیو لاسته راوړل دي. نن ورځ د هر سړي یوازینۍ اندیښنه همدا هدف لاسته راوړل دي. په دې مسله کې ظاهراً د دیني او غیرمذهبي توپیر نشته. په ننني عصر کې، د ساینسي څیړنو وروسته، په نړۍ کې د پرمختګ یو نوی پړاو راڅرګند شوی دی. بې شمیره نوي شیان د مادي اړتیا څخه زیات ایجاد شوي. وروسته بیا دوی سوداګریز شول او بې شمیره نوي توکي په بازار کې وپلورل شول. د دې په لیدو هرچا احساس وکړ چې که زما سره پیسې وي، زه کولی شم هر څه واخلم، که هغه ستنه وي او که تار. موټر یا الوتکه وي. په ننني عصر کې بشر دغه کلتور ډېر زیات خپل کړی دی. دا د بشر د نوی ذهن کلتوری زیږنده ده چې په ټوله نړۍ کې د پیسو د کلتور خپریدو لامل شوی. هر سړی د امکان تر حده د شتمنۍ ترلاسه کولو لپاره لیواله شو. وایې ٫ د هند د یو ایالت څخه یو بریالی وکیل ډیلي ته راغلی او غوښتل یې چې د ډیلي په یوه لوکس کالونۍ کې کور واخلي. چا ترې وپوښتل چې ولې په دې ګران کالونۍ کې کور اخلې؟ هغه ځواب ورکړ: “زه نه غواړم چې زما مرسډیز بینز دې د یو ارزانه موټر څنګ ته ودریږي.” هغه نه غوښتل چې د هغه قیمتي موټر د ارزانه موټر تر څنګ ولاړ وي. د یاد شوي کس منطق او وینا د ننني انسان د فکر کولو طریقه څرګندوي. په اوسني عصر کې، دا ذهنیت په هر نارینه او ښځینه کې موندل کیږي. دا په مختلفو خلکو کې په مختلفو درجو کې شتون لري. ځینې ​​یې په خپلو الفاظو کې بیانوي او ځینې ذهنن تابع دي ، راځؤ دبحث اصلې موضوع ته ‎د تېرې پېړۍ د وروستيو کلونو پېښې ښيي چې راتلونکې هجري پېړۍ به هم د نړۍ د زبرځواکونو په ځانګړې توګه د چين، امريکا او روسيې تر منځ د جګړې شاهده وي. که څه هم ډېر نړيوال شنونکي بېلابېل نظرونه لري، خو د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ سيالي د نړيوال ثبات پر وړاندې اصلي خنډ ګڼي. د بېلګې په توګه، د چين يو نامتو شنونکی استدلال کوي چې امريکا په غلطه توګه په دې اند ده چې چين ناوړه نيت لري، په داسې حال کې چې بېجينګ ته بايد د يوه نوي ونډه لرونکي او راڅرګندېدونکي ملګري په توګه وکتل شي. د کارپوهانو په وینا، ولس مشر جو بایډن او د هغه چینایي سیال اوس مهال د نړۍ په رهبرۍ کې د اختلافاتو، رغنده سیالۍ او تعامل د مدیریت پر ځای د یوې نوې سړې جګړې پر لور روان دي. شننوکې وايي، چين او امريکا بايد د دې همکارۍ له زړه څخه د يو نوي نظم د رامنځته کولو لپاره يو نوی متقابل عمل پيل کړي: «له همدې امله، په داسې يو نظام کې، واشنګټن به د چين له نظام سره ژوند کول زده کړي او دغه هېواد د يو بل سیال هیواد په توګه وګڼې په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یو کال پاتې دی، د غزې جګړې ته د ښاغلې بوډأ ولس مشر جو بایډن ننوتل، زما په اند یو لوی سیاسی قمار وه ، چې د دغه خوشبین ولس مشر سیاسي برخلیک یې مبهم کړی دی. د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه د پاسه یو کال پاتې دی خو په څو اړخیزو او متقابلو نړیوالو بحرانونو کښې د دغه هیواد ښکیلتیا د دغه هیواد د واکمن او د ټاکل شوی ولسمشر محبوبیت کم کړی دی. له همدې امله، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن شهرت، چې په اوکراین د کړکیچ په جریان کې د کمیدو په حال کې و، د غزې په دلدل کې د هیواد د ډوبیدو سره ګړندی شوی دی. په ورته وخت کې شهرت یې دننګونې سره مخ دی. د غزې جګړې ته ننوتل د ولس مشر جو بایډن لویه سیاسی تیروتنه ؤو .او د ښاغلي ولس مشر بایډن بشپړ ملاتړ چې په وروستیو اونیو کې یې د فلسطين دغزې دجګړۍ کړې دي، په راتلونکو ټاکنو کې بې اغیزې نشي پاتې کیدی. د غزې په وړاندې جګړې ته ننوتل د امريکا په تاريخ کې د ولسمشر دغه عجيبه دريځ د سپينې ماڼۍ پر ضد د امريکا له دننه څخه د نيوکو يوه څپه پيل کړه او د منځني ختيځ د مسايلو په اړه د پخواني مذاکره کوونکي خبرې ګونګې کړﺉ دي د ښاغلې ولس مشر جو بایډن د محبوبیت د کمیدو او د امریکا په راتلونکو انتخاباتو باندې د غزې د کړکیچ د اغیزو یوه بله بیلګه د امریکا د میشتو د عربو او مسلمانو وګړو په بیان کې لیدل کیدی شي چې ویلي یې دي. دفلسطین په خلاف د جګړی دملاتړ له کبله نور دهغه ملاتړ نه کوي . عرب امریکایان او مسلمانان دامریکا په ځینو سمیو کې زیات نفوس لري ، او د ښاغلې ولس مشر بایډن لپاره د دې د اوسیدونکو ملاتړ د هغه د پخوانې سیالې په پرتله د هغه د راتلونو رایو په وده کې خورا ګټور رول لری ، مګر دوی اوس په یو ناراض اقلیت بدل شوي دي . مخکې مو وویل ،د اوکراین دجګړۍ کمزوری؛ د غزې د جګړې د سکې بل اړخ دي دا په دې معنی ،د اوکراین کړکیچ ته د غزې د جګړې اضافه کول به بې له شکه له روسیې سره په مقابله کې د لویدیځ جبهې د کمزوري کولو پلیټ فارم کمزوری کړي. او تر یوه حده یې روسیه ته سیاسی ګټه وربښلې ده .اوس هم د اوکرایین په محاذ کې د لویدیځوالو وضعیت سم نه دی او دوی باید د رسنیو په اعلانونو سر خلاص کړی او د خپلو ملیاردو نو ډالرو څخه د زیاتو لګښتونو ته توجو وکړي. په اوسنیو حالاتو کې د عربې او غربي رسنیو تمرکز د غزې جګړې ته دی او