د افغانستان دغرونوجیولوژیکي موقعیت

د افغانستان دغرونوجیولوژیکي موقعیت Facebook Twitter LinkedIn دالنصر په نوم د اوبو لویه زیرمه چې د سودان ،مصر ،لیبیا او ایتوپیا ترمنځ موقعیت لري، دا زیرمه د غرونو د لوړ الکترونکي فشار له امله چې پر ځمکه یې لري د سودان او نورو هیوادنو په حایله خاوره راټولې شوې دي . دا څومره زړه را ښونکې خوب ؤ ، او د عربو لویې غوښتنې ورکې څومره تسل موندلی شو عربو قومونو د زښت ډیر ورستوالي سره د خپل دې جغرافیا یي موقعیت لپاره خارق العاده خوبونه لیدل. په بشری تاریخ کې عربو تر دې دمه دعلمه پرته په تیارو کې لاس او پښې وهلي په دې هیوادو کې لا تر اوسه د پوهې او تمدن سباوون ښکاره شوی نه و ، چې د پوهې او تمدن له مخې دې د دې ستر نعمت ارزښت وپیژندل شو. عرض دا دی چې له هرې خوا دا قامونه د بشري تمدن د قافلې وروسته و تر ډیره د نړیوالو سره نا بلده و، او نړیوال د دوی سره ولې بیا هم دا خدای ورکړی نعمت نو د دعربی نړۍ د پاکو اوبو د نیل په شمول ددریو سترو زیرمو څخه یوه یې همدا ده .چې همدا اوس د سوډان ،مصر ،لبیا ایتو پیا د هیوادونو تر مینځ یې د پاکو اوبو پر سر یو لویه لانجه پرته ده . سودان دا زیرمې خپل طبیعې حق ګڼي ولې لبیا یې بیا د نړیوالو داوبو د ویش له قانونه پرته استعمالوي او مصر ورسره ځان شریک بولي چې دایتوپيآ بیا د لوی او عظیم بند په جوړولو سره هڅه کوي د خپل هیواد د بریښنا تولید زیات کړي چې مصریې بیا خپل د اوبو حق ته ګواښ ګڼي دا اوبه د مصر او لبیا د لرې پرتو سیمو څخه دې ځای ته راټولی شوي دي. دا راپه ګوته کوي چې د غرونو د لوړ فشار د ځمکې جذابی قوت په مایعاتو څومره ژورې اغېزې لری . همدا رنګه د ډیرو غرونو شتون په يو هیواد او منطقه کې د نور پرتو سیمو د مایع ګاز نفت او پټرولو په راکش کولو کې لویه برخه او اغیزه لری. غرونه د خپل طبیعی جوړښت سره ددې قوت او انرژي لري چې د نورسیمو مایعات ځانته را جذب کړي د اوبو نه نیولې تر مایع ګاز او پټرول، یورانیم او نور حقیقه ګازونه د زرنو کلیومتره لیري کولی شي ځانته را جذب کړی او د ځمکې لاندې میسر ته د لوړ الکترونکي فشارپه لرلو تغیر ورکړی . :فزیکي جیولوژي داموږ ته د ځمکې د سطحې جوړښت ، لکه د غرونو لړۍ ، لویې درې، لوی او واړه سیندونه، او د .ځمکې لاندی د خامو حقیقه ګازونو حرکت وڅیړی ولی بیا تاریخې جیو لوژی د ځمکې د میلونونو کالو د ژوند او پرمختګ د لړۍ په هکله مالومات را غونډ وي، لکه د وخت په تیریدو کې د ځمکې د چاپېریال او جوف بدلونونه او د ژوند د مختلفو ډولونو پرمختګ د طبیعت سا تنه د ځمکې د هوا بدلون، د هوا ککړتیا ، او طبیعي پېښو )توپانونو ، د اوبو لاندی زلزلې، تر نیدو، توپانونه ، سېلابونه ) ښه او کره مالومات وړاندې کوي .د ساختماني، انجینرۍ په برخه کې خاصه مرسته کوي د ودانیو د ډیزاین د روبنا ، زیر بناوو لپاره د ځمکې مناسب شرایط په ګوته کوي . دجیولوژی علم د ځمکې په هکله یو علمي بحث دی چې د هغې تاریخي جوړښت او د طبیعي سرچینو په اړه ارزښتناکه مالومات برابروي. ‎ د غرون لاندې لوړ الکترونکي فشارد خپل طبیعی جوړښت له امله د نورو سیمو مایع مواد د غرونو د زون ساحې ته را کش کوي، خو دا بهیر او پروسه وخت او ځانګړو جیولوژیکي شرایطو ته اړتیا لری. ‎غرونه نه یوازې د ځمکې د ښکاره چاپيریال په ښکلا او جوړښت کې مهم او ځانګړی رول لري، بلکې د ځمکې لاندې مایعاتو او ګازونو په حرکت او ذخیره کولو کې حیاتي برخه او اغېز لري. د غرونو لاندې هایدرو الکترونکي فشار د مایعاتو حرکت رهبري کوي او د نورو سیمو څخه مایع مواد جذبوي. د دې علمي بهیر دقیق درک کولای شي د طبیعت ، د اقتصادي، او انرژي زېرمو په لاسته راوړلو کې نوې لارې چارې پرانیزي . ‎ د جریانونو د سمت ټاکل د غرو لوړ الکترونکي فشار د دې باعث کېږي چې مایعات او ګازونه جریان د ټیټ فشار سیمو ته سوق کړی او حرکت وکړي، چې دا بهیر معمولاً د غرونو د فشار د اغېز نه ورسته تر سره کیږی. ‎غرونه د خپل طبیعی قانون له مخې د ځمکې په پوړو نو کې په ځانګړو برخو کې دلوړ فشار الکترونکي زونونه جوړويدا الکترونکي جراقې د فشار د لاندې لاملونو له امله مایعات او ګازونه د نورو سیمو څخه جذب کوی. ‎زموږ ځمکه یوه فعال اسماني ستوری یا سیاره ده چې د ډیروسترو ‎الکترونکې زلزلو د حرکت، د غرونو طبیعی جوړښت، او د ځمکې لاندې مایعاتو حقیقه او کریمه ګازونو جریان په هغې کې بنسټیز رول لري. د ځمکې لاندې مایعات لکه اوبه، تېل، ګازونه، نفت او لاوا ، په طبیعي توګه د فشار د توپیر یا بدلون د ځمکې د جاذبې قویې ، او د الکترونکي فعالیتونو تر اغېز لاندې حرکت کوي. د غرونو ساحه د دې بهیر په تنظیم او اغېزمنولو کې مهم او اساسی رول لري، په دې مقاله کې به موږ د ځمکې لاندې مایعاتو د حرکت د ځمکې الکترونکي جاذبوی حرکتو د میکانیزمونو څېړنه وکړو او د غرونو د اغیزو علمي اړخونه به وڅېړو: ‎دګازاتو د ټاکلي قانون له مخې ګازات او د ځمکې لاندې مایعات د فشار الکترونکي لوړ زون څخه ټیټ زون ته حرکت کوي. د فشار بدلون او توپیر د مایعاتو د حرکت اصلي برخه ده، چې د طبیعي پروسو په مرسته رامنځته کېږی، دګازاتو نفتو او مایعاتو ډیره مهمه بله پروسه حرارت او تودوخه ده. په ځمکه کې دننه تودوخه د مایعاتو الکترونکي فشار زیاتوي او هغوې د لوړ فشار سیمو څخه ټیټ فشار سیمو ته حرکت کولو ته اړ کوي. ‎د غرونو طبیعی رول په مایعاتو او ګازاتو کې د حرکت په پروسه کې ستره ونډه لري ،غرونه د خپل طبیعی جوړښت له مخې د مایعاتو جریان لکه نفت ،مایع ګاز ،پترول یورانیم دفشاری الکترونکې قوې په مرسته دا بهیر تنظيموي . ‎په ځینو حالاتو کې، د غرونو لاندې الکترونکې فشار کولی شي د ځمکې لاندې مایعات د نورو لرې پرتو سیمو څخه ځان ته جذب کړي، دا بهیر په هغو سیمو کې معمول دی چېرته چې د غرونو سلسلې زیاتی او فشاري الکترونکي فعالیتونه زیات وي. ‎زموږ دګرانه هیواد افغانستان جغرافیه دسترو غرونو سلسلې لري چې دا هیواد یې د طبیعی مادي سترو زیرمو د لرو قابل کړی او د غرونه ډبری دا سلسلې ددی قدرت لري چې د زرنو کیلو متره لیري خام نفت ګاز یورانیم او پټرول ځانته راجذب کړي . یوه ورځ به دا هیواد د ډیرو شتمنو هیوادونو په کتار کې ودروي . نوی نړیوالې سروي فزیکي جیو لوژي دا ښودلې چې د لیرې پرتو سیمیزو هیوادونو

د فزيک نړۍ: نويدونکې انرژي او بادي بريښنا

د فزيک نړۍ: نويدونکې انرژي او بادي بريښنا Facebook Twitter LinkedIn د فزيک نړۍ: نويدونکې انرژي او بادي بريښناديوه عالم په وينا: د اقتصاد د عشق طبيب چې کله زموږ قام وليدو راته وويل: ستاسې مرض يواځې ستاسو په هيلو کې د حرکت نشتوالی دی. په شلمه پيړې کې اغلب اصل دا دی چې د ژوندانه کومه نظريه چې په دې مهال واکواله او غالبه ده، هغه اقتصادي نظريه ده . او هرې مسلې ته او معاملې ته دنس او جب له نظره ګوري او څيړي يې. ممتاز امريکايي ورځپاڼه ليکونکي مستر جان (ګنتر ) دزر نمانځنې دا ډول يادونه کړي . انګريزان په هفته کې شپږ ورځي د بانک بندګي کوي . او يواځې اوومه ورځ يې د انګلیستان کلسيا ته مخه وي . تاسې له دې نظريه اټکل کولی شی چې اقتصادي زيربنا او روبنا څومره مهمه ده. دګران هيواد افغانستان د چاپيريال د مطالعې ورسته دلمر دوړانګو دلګيدو او باد چليدو له پلوه يو بډايه هيواد شميرل کيږي . د ساينس نړۍ يو پراخه ليد لوري لري . نړۍ اوس په دې لګيا ده چې څنګه د هوا او کنګل شوي ځمکې ګټه پورته کړي . د افغانستان داوبو او انرژۍ په برخه کې پراخه څيړنې ته اړتيا ليدل کيږي .او ارزونه تر سره شي . چې څنګه پراختيايي پروژې د ممکن په حالت کې د خاورې او هوا څخه ګټه پورته شي .– [ ] موږ اوس داقتصاد په نړې کې دالف ليلي ويل په دنيا کې اوسيږو . يعنې د خوب ،او غفلت په دنيا کې يوو ، که همدا حالت دوام وکړي نو بيا موږ په داسې کورکې اوسيدل غواړو چې اقتصادي تهداب يې د غڼي دځالې هم کمزوري وي . باد يا نويدونکي انرژي هوا دخداي(ج) د ورکړې وړيا زيرمه ده . بادي انرژي نويدونکي بريښنا له باد نه ګټه اخستنه روان او ارزانه طريقه ده . زموږ ګرانه هيواد د (نور ) په نسبت دباد يو سرمسته بادخيزه هيواد دی. دهوايي سپوږمکيو له سروې له مخې زموږ هيواد لویې برخې لکه نيمروز ،قندهار ،فراه ، هلمند ،ارزګان ،شرقي زون ننګرهار ،جنوبي زون دلوړ ولتاژ انرژي او پوتنشل لري . دلومړي ځل لپاره په هالند کې دباد له انرژي څخه د بادي ژرندې لپاره کار واخیست له هغه ورسته په دولسمه ميلادي پيړي کې يو ځل بيا د بادي بريښنا جوړولو قدم واخیستل شو .بادي توربينونونه دباد خوځنده انرژي په ميکانيکي توان بدلوي . له هغه وروسته بيا همدا توان په الکترونيکي انرژۍ يا بادي بريښنا بدليږي . لکه څنګه چې نړۍ ورځ تر بلې د اوبو د کمښت سره مخ کيږي له بله پلوه د سترو بريښنايي پرژو وخت او زمان ته اړتيا لري . نو پوهانو ، د لمر ، او باد يا نويدونکي انرژۍ ته مخه کړي . تر څو دوخت اړتيا ترې ترممکنه حده پوره کړي . اټکل شوی ده چې تر ۲۰۴۰کاله پورې دټولو موټرو ترانسپورتي وسايلو د سوند مواد به دتيلو پر ځای نوري يا دلمر او باد انرژي ته ورکړي شي . لکه څنګه چې باد ارزانه او روانه طريقه ده او په يو کيلوواټ يوازې ۶۰سنټ لګښت او پانګونه کيږي . يعنې د ۸۰ ميګاوات بريښنا کوی شي چې په ۹۰ ميلونه دالره پانګونه تر لاسه کړو . چې زموږ دولت يې په اوسني حالت کې له تابه وتلي شي . د يوې سروې له مخې د ګران هيواد افغانستان پراخه. سيمې يې بادخيزه دي چې د باد دانرژي پوره قوي پوتنشل لري .او په پريمانه اندازه هوا او منظم موسمي وختونه لري . چي کولی شو له هغه څخه تر ۱۸۰۰۰زره ميګاوت بريښنا توليد کړو . چې د ټول افغانستان داړتيا لس برابر کيږي . دهغه څخه يې د لوړ پوتنشل لرونکي سيمې يې نيمروز ،هلمند ،فراه، ارزګان، قندهار، او شرق زون ننګرهاراو لوی جنوبي زون دي . دبادي انرژي د بريښنا ګټې ،لومړي دسوند موادو ته اړتيا نلري . پانګونه يې د اوبو د پروژو څو برابره کمه ده . د هوا دککړتيا سبب نه ګرځي . په ډير کم لګښت سره ډيره بريښنايي انرژي لاسته راځي . خو دا اختيار ده ، د اوبو د نړيوال ويش په څير د دګاونډيو دضرر خوندي پروژوې برق دي . زموږ د ګران هيواد د نغلو داوبو بند ،د ماهيپر داوبو بند ،او د ننګرهار د اوبو بند اوس محال ځوان بندونه نه دي .او هر يو يي د لوړ پوټنشل بريښنا د توليد پر بناء جوړ شوي وه . خو دجګړو د نفوسو د تراکم . داوبو دکاسو د ډکيدو او د عمر په لحاظ دوخت داړتيا د پوره کولو توان نلري نو په راتلونکي کې د لمر د وړانګو ، او بادي يا نويدونکي انرژۍ په برخه لنډ مهاله او اوږد مهال پلان او ماستر پلان تهدابي پانګونه وشي . چې هم ارزانه او هم يي کيفيت لوړي دي. تر څو د ژوند په دغه حياتي او ارزانه پروژو پانګونه وکړي ترڅو وکولی شو . د هيواد داقتصاد په پرمختګ کې دپام وړ ګامونه پورته کړو . ديو سروي له مخې يوازي په ۴۵۰ ميلون ډالر کولي شوه . په نيمروز کي ۸۰ مګاوات بادي بريښنا توليد کړو چې يوازې ۱۷ هکتاره ځمکې ته اړتيا لري په همدي ډول شرقي زون کې ورته پروژې په لغمان ننګرهار کې د تطبيق وړ دي دباد او لمر نه د يو طبيعي پاک او وړيا نعمت په ارزښت سالمه ګټه پورته کړو . ده بله پلوه دهيواد دغه ډول حالات عقل زغملي نه شي .دچا به دا خوښه وي چې څو کسان دې د خوراک او څښاک د زياتوالي له امله بد هضمه شي . او بلې خواته دې په زرونو خلک دلوږي او تندي له امله مري . دا څوک زغملي شي. اهل کار پوهان دلوړ فکر څښتنانو سره دي د مريی او پردي سلوک وشي. او پاچا تر شااو خوا دې يوه ډله بي فکر مخلوق راټول شوي وي . د جګړې تر څنګ بايد اقتصادي جکړه د چاپيريال او طبيعت سره هم پر مخ یوسو:ځکه چې دپانګي لاس ته راوړل د چاپيريال د ملکيت په وسيله تر لاسه کيږي .داقتصادي انقلاب هيڅ ارزښت نشته .که څه هم په ښکاره دقام او هيواد لپاره هر څومره ګټور وي .تر څو يوه بنسټيزه پخه