دلوې لوبې استمراریا نوي پړاو

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاواکتوبر۱۹/۲۰۲۴ تورونت Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹ پړې کی په اسیا کی د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو. زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. – د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول او داسی ډیرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی. په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده . د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری. په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی: چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د ( قرضی
انجنیر امین ظریف

انجنیر امین ظریف Facebook Twitter LinkedIn زموږ تر پښو لاندې ځمکه که موږ ته یو عادي اواره او ثابته سطحه ښکاري خو په حقیقت دا په حرکت یوه خاکي کُره ده . د ځمکې په اړه داسې فکر وکړﺉ لکه پوستکی، تر هغه لاندې غوښه او د غوښې لاندې زرګونه نورې برخې دي، چې راسپړل یې یوه نړۍ علم ته اړتیا ده . د ځمکی د پوستکي ډبلوالی په وچه کې له دېرشو نه تر څلویښتو کیلومیتر پورې رسیږي، خو د همدی پوستکي ډبلوالی په سمندرنو کې تر سلو اوړي . کله چې په یوه سیمه کې زلزله پيښیږي، وروستي شاکونه یا ټکانونه یې کیدای شي تر دوو کالو پورې دوام وکړي. د میتا فزیک علم وایي: وروسته (شاک ) یا ټکان څه شی دی؟ تر هرې زلزلې وروسته، انرژي لاهم خوشې کیږي، مګر د هغې اندازه په تدریجي ډول کمیږي. دا کمزورې زلزلې د افټرشاک یا وروستي ټکان په نوم یادیږي. دا زلزلې معمولا تر اصلي زلزلې کوچنۍ وي،خو وروسته ټکانونه پخپله ویجاړونکي کیدی شي او په اصلي زلزله کې زیانمن شوي جوړښتونو ته ډیر زیان ورسوي. د زلزلې وروسته ټکانونه کیدای شي تر دوو کلونو پورې دوام وکړي. انسانان نن په دی حقیقت پوه شوي چې د دی پراخ او ستر عالم هر څه له خپلو خاصو قوانینو له مخې ترسره کیږی که دا دجامداتو پيدا یښت دي او که دمعیاتو ګاز او نور اشیاو. پيدایښت دي یا دعناصرو ترکیب او جوړښت حرکت او ساکن والی هر څه د یو منظم نظام له مخې سرته رسیږي . نن سیأينس همدغه خبره کوي د ټولو هغه پرله پسې مسلسل تحولاتو چې هر شیبه د ځمکې په سر او دهغي په سینه کې تر سره کیږي خپل یو ټاکلي مسیر وهې او هر پيښه په خپل ثابت وخت کې را مینځ ته کیږی میتا فزیک څه شی دي؟ په حقیقت کې میټافزیک په عمومي توګه د فزیک څخه بهر علمې معنی لري، هغه څه چې ساینس یې نه ترلاسه کوي. هغه څه چې فزیکي تحلیل نلري. میتا فزیک یې را سپړې تحلیل یې کوی او د اثبات تر حد یې رسوي . په حقیقت کې، دا لاره په روښانه توګه د بشري ځواک بشپړتیا بیانوي. مابعد الطبیعات او هغه قوانین چې کائنات اداره کوي، د میتافزیک دعلم سره تړاو لري. د اذازلزت الارض زلزالها . مبارک صورت د ځمکې په هغه ټولو پيښو شهادت ورکوي چې د ځمکې پر سره او یا دهغه په جوف کې رامینځ ته کیږي . زلزله د الله تعالی د افتونو یوه ډ یره کوچنې برخه ده ولې دا چې ځمکه او اسمان ورسره څه تړاو لری زموږ د بحث اصلې موضوع ده دساینس د لید لوری ورباندې بحث کوؤ کله چه قران شریف موږ ته د دتسخیر خبره کوي هغه یوازې د ځمکې بحث نکوي بلکې د اسمانو د تسخیر خبر هم راکوي یو ه ډيره دفکر او راز خبر چې موږ ته قران کریم بیان وي هغه د ځمکې او ا سمان د تسخیر خبر راکوي خو جالبه دا ده چې تل یې د اسمان دتسخیر خبر لومړی او بیا یی د ځمکې بحث کړﺉ.تاسې وګورﺉ تل الله تعالی فرمایې رب السموات او بیا وایې والارض تل د اسمان ذکر لومړی او د ځمکې د خاکی کره یې ذکر ورسته شوي دی د نن علم وایې ساینس دقران مجید ریښتنوالی ثابتوي علما وایی دزلزلي په اړه چې کومې پوښتنې د ساینس په رڼا کې تر لاسه کوي هغو وایې دزلزلې فزیکی میتافزیکل لاملونه چې په اسمان کې تر سترګو کیږي د ځکمې سره مستقیم تړاو لری . میتافزیک علم وایې هر پیښه چې په ځمکه کې را مینځ ته کیږی هغه لومړی په اسمانو که پيښږي نوموړی د زلزلې د علم په ړڼا کی په خپل یو مثال که وایی . کله چه سماوي اجرام او ځینې ستوري لکه سپوږمۍ ځکمې ته رانږدی کیږي د خپل وضعې او یاانتقالی حرکت له مخې او هغه میتا فزیکې مقناطسې ٫هغه هم د اوسپنې نه ٫بلکې داوبو مقناطسې صلاحیت چې الله تعالی ورکړي د سمندر په میلیاردونو ټنه اوبه ځانته راکش کوي او له څو دققیقو ورسته اوبه بیرته په شاتګ کوي ځکه سپوزمې د ځمکې له مدار لری کیږي او هغه مقناطسی قوت د فاصلې په انډول له لاسه ورکوي او اوبه په شدت او په زرونو میله سرعت د سمندر سطحه چې په زرؤنو میتره له ځمکې ټیټه ده خپل لومړی مسیر یا کچی ته حرکت کوي او دلته ته د لویو سمندری ویجاړونکې بادنو طوفانونو لامل ګرځي که څه هم د سپوږمۍ په نوم ستوری په شمسی نظام که یو کوچنې ستوری دي کله چې سپوږمۍ د ځمکې مدار ته نږدې کیږ ي په میلیارد نو ټنه د بحر اوبه ځانته راکاږي چې په نتیجه کې په سمندرنو کې ډیری شدیدی زلزلی رامینځ ته کیږي نو له دې مالومیږي چې ټول تحولات چې د ځمکې په سرترسره کیږي لومړی په اسمانو کې پيل کیږي چې له دې سمندری زلزلو نه سونامي او شدید طوفانونه چې د انسانی تلافاتو سبب ګرځی رامینځته کیږی همدا راز لمرد خپل شدید ٫هغه شدید چې الله تعالی ورته شدید ویلې جاذبی قدرت له مخی چې الله تعالی ورکړی .د ځمکې دننه په میلیاردو ټنه مایع مواد چې له زیات حرارت له مخې ذوب شوي ځانته راکاږی اوپه نتیجه کې د ځمکې په دننه کې ویبرشن یا اهتزاز ات پيل کیږی له هغې ورسته زلزله رامینځ ته کیږي په دې اساس د ناسا او د چین د سپوږمکې د راپورونو په اساس لمر به په راتونکو لسو کالونو کې زیات طوفاني وي او د ازون د لویو لویو چاودنو شاهد به وي همدا راز یوې علمي څيړنې داهم ښودلي په لمر کې فزیکې او میتا فزیکې بحران او هغه وړانګې چې د لمر سره ځمکې ته رارسیږي د انسانانو په روح او روان مستقیمه اغیزه لری انسانان ځانونه ناارامه احساسوی او ویره په ذهن حاکمه وي د سولې پر ځاي د تشدد تاوتریخوالې په لور یې بیایې ولې چې هغه زهری عناصرو يې روح او روان نا ارامه کړی وي موږ او تاسې د تیرو څؤ لسیزو عینې شاهدان یو په هیوادنو کې جګړې پیل ول شر جوړول په تیرو څو لسیزو کې دځمکې پر سر د
ډاکټر جنبش یو وطن خوږی افغان

کلونه کلونه کیږي د ډاکټر جنبش د غږ او نوم سره اشنا یم د ده لیک سره هم اشنا یم چې ده خورا مهم اثار د ډیرو ښه یادو نړیوالو شخصیتونو پښتو را ژباړلي دي چې افغانانو ته خورا د تاریخي اهیمته برخمن دي . د ده لیک خوږ دی او د ده غږ د وطن د ابادۍ غږ دی، او د ده مینه وطن دی. دروند داکتر صیب که علمي پنځونې لري نو ژباړه یې هم ډیره روانه ده چې اکثر لوستونکی نه پرې پوهیږي چې دا ژباړه ده که پنځونه. تر هر وخت نن سبا ګران وطن داسې خواخوږو او علمي کادرونو ته ډیره اړتیا لري چې وطن د داسې بیړني او بحراني حالته وکاږي دا هیله د همداشان کادرونو کیدای شي، ډاکټر جنبش داسې یو بهیر پیل کړی چې په ریشتیا هم د شادباشي وړ ده چې هغه د ولسمشر غني سره د مرکو بهیر دی، چې دا یو ولسي امانت دی، زما له انده هغه سیاسي مشران ولو که هغه د هرې خوا وي که داکتر نجیب الله وو او که مرحوم استاد برهان الدین رباني دوې باید د خپل ژوند په واقعیاتو لیکل کړي وی ځکه دواړو یو څه فرصتونه لرل که ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتو په دفتر کې وو، او استاد محترم د ریاست جمهورۍ وروسته وو، ښه کافي وخت یې درلود چې د ژوند پیښې او خاطرې یې ملت ته پریښې وای همدا هیله له دروند مشر جناب حامد کرزي صیب هم کیدای شي چې د ژوند کیسې ولیکي سره ددې چې کرزي صیب د ځینو کیسو کولو جرئت په خپلو مرکو او مصاحبو کې کړی خو زما وړاندیز به دا وي چې که کرزی صیب یې ولیکي او د تاریخ د پاڼې په توګه یې ولس ته پریږدي نو احسان به یې ومنو او په دې لیک کې که د خاصې بې طرفۍ نه هم کار واخلي څه چې د ولس او قام په ګټه وي وه یې لیکي چې قام په دې وپوهیږي چې څوک یې دوست او څوک یې دښمن دی. نو زما د انده دروند ډاکټر جنبش همدې کار ته یو څه ملاتړلې ده کوم چې د نورو پوره نه ده، نو دروند ډاکټر صیب ورته اوږه ورکړې ده. زه ډاکټر جنبش ته د اږود او مثمر ژوند هیله کوم. چار یې ښه انجینر امین ظریف د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی Uncategorized اسلامی متیافزیک او کاسمولوژی محمد امين ظريفدساینس او مذهب یووالی: ځینې اشخاص له ساینس پوهانو او فیلسوفانو په ګډون، د ساینس او مذهب ترمنځ… by dannykhan231January 19, 2025 Uncategorized ډاکټر جنبش یو وطن خوږی افغان کلونه کلونه کیږي د ډاکټر جنبش د غږ او نوم سره اشنا یم د ده لیک سره هم اشنا یم… by dannykhan231January 19, 2025 Uncategorized د هویت مهندسي او له سره مهندسي د هویت مهندسی Identity Engineeringد هویت له سره مهندسي Identity Re-Engineering1:- د هویت مهندسی:د هویت مهندسی یا -Identity Engineering- یو… by dannykhan231January 19, 2025


