اسلامی متیافزیک او کاسمولوژی

محمد امين  ظريف دساینس او مذهب یووالی: ځینې اشخاص له ساینس پوهانو او فیلسوفانو په ګډون، د ساینس او مذهب ترمنځ احتمالي تقاطع لټوي، دساینسي پوهې او د مذهبي عقیدې سره د پخلاینې په لټه کې نه دي. په هرصورت، دا اړینه ده چې د ساینس او مذهب لکه د اسلامی میتا فزیک یا ما بعدالطبیعات او د روح مفهوم یو له بل سره تړلي موضوعات دي چې د تاریخ په اوږدو کې د فیلسوفانو، الهیات پوهانو او مفکرینو لخوا سپړل شوي دي. راځئ چې د دې مفکورو هر یو ته پام وکړو:  ترمنځ توپیر وکړو،  اسلامي میتافزیک مابعدالطبیعات د فلسفې یوه څانګه ده چې د واقعیت، وجود او کائناتو په اړه د بنسټیزو پوښتنو ته ځواب ور کوي. داسلامې میتافزیک دا علم د بنسټیزو اصولو او جوړښتونو د پوهیدو په لټه کې دي چې د فزیکي ساحې هاخوا کاینات اداره کوي. د میتافزیک ځینې کلیدي اړخونه عبارت دي له:  آنتولوژي: آنتولوژي د وجود او وجود مطالعه ده. مابعدالطبعيات پخپله د وجود د ماهيت په اړه پوښتنې کوي، داسې پوښتنې کوي لکه: د وجود وجود څه ته وايي؟ هغه بنسټیز بنسټونه کوم دي چې روح ورکې واقعیت لري ځکه په طبیعت کې هر ماده له فزیکې او کیمیاوی تعامل سره مخ کیږ ی نو بیا ولی روح ځانګړی دی کاسمولوژي: کاسمولوژي د کائناتو د اصليت، جوړښت او تحرکات لټوي. مابعدالطبعي کاسمولوژي د کاسموس د نهايي ماهیت، د هغې هدف د لوړو اصولو او واقعیتونو سره د روح او انساني جسم د اړیکو په اړه بحث کوي .  د میتا فزیکی یا مابعدالطبعي پوهنه د حقایقو د ماهیت، د انسان د پوهې د حدودو او د پوهې او حقیقت ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې څېړي.  ټیلولوژي: ټیلولوژي د هدف یا وروستي لاملونو مطالعه ده. مابعدالطبعي ټیلولوژي د وجود او روح د هدف یا سمت په اړه بحث کوي ، ایا په کائناتو کې په اصل کې داسی شیان شته چې د فزیکې او کیمیاوی تعامل پرته دې وجود ولری لکه روح نو معنی یا هدف څه دي او د ادارې یا ارادې رول.  یې څنګه ثابت کولی شو .دلته د اسلامې میتا فزیک علم ته اړتیا لیدل کیږي په ټولیز ډول، مابعدالطبیعات د حقیقت د بنسټیز طبیعت په اړه د پوښتنو پراخه لړۍ پوښي، د وجود، روح , د خدای جل جلاله مطلق حاکیمیت ، هویت، د ځان او طبیعت په اړه پوښتنې کوي.  د روح مفهوم د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو مذهبي، فلسفي او روحاني دودونو کې مرکزي موضوع وه. پداسې حال کې چې د روح تفسیر په مختلفو کلتورونو او باور ی اسلامې سیسټمونو کې توپیر لري، دا ډیری وختونه د غیر مادي جوهر یا اصولو په توګه پیژندل کیږي چې ژوندي موجودات متحرک کوي او د بې ځانه موادو څخه توپیر لري. د روح ځینې مهم اړخونه پدې کې شامل دي:  ابدیت: ډیری دیني روایتونه د یو ابدي روح شتون تاییدوي چې د متافزیکې او فزیکي مرګ څخه تیریږي او د بدن له مړینې وروسته په یو میتافزیکې شکل کې خپل شتون ته دوام ورکوي. د دې پوښتنې دحل لپاره داسلامې میتا فزیک علم ته اړتیا ده د روح د تقدس وروسته ژوند باور پر څه دي أیا د ژوندی روح د مفهوم سره نږدې تړاو لري.  شعور: د ژوندی روح اکثرا د شعور، ځان پوهاوی ، او موضوعي تجربې سره تړاو لري. او د اسلامې میتافزیک دعلم له مخې د اسلامي افکارو، احساساتو او شخصي هویت سرچینه ګڼل کیږي.  او اخلاق: د روح دتغذیې او روح کله کله د اخلاقي ادارې او اخلاقي مسؤلیت ځای ګڼل کیږي. دا د فضیلتونو یو ستر ماهیت ګڼل کیږي لکه شفقت، مینه، محبت ،او عدالت، د انسانی چلند او په اخلاقي پریکړه کولو لارښوونه کوي.  روحاني پرمختګ: په ډیری روحاني روایتونو کې، روح د روحاني پرمختګ یا روښانتیا د مختلفو مرحلو له لارې د پرمختګ په توګه لیدل کیږي. میتا فزیک وایې د روح تمرینونه لکه مراقبت، لمونځ، او ځان او اخلاقي انعکاس اکثرا د روح د روزنې او کښت لپاره ترسره کیږي.  اسلامي میتافزیک د روح مفهوم د شعور د طبیعت، شخصي هویت، او د وجود د مادي او غیر مادي اړخونو ترمنځ د اړیکو په اړه ژورې پوښتنې راپورته کوي. دا د روانو فلسفي تحقیقاتو او بحثونو موضوع ده، د مختلفو کلتورونو او فلسفي دودونو په اوږدو کې د مختلفو تفسیرونو او لید لورو سړه تړلی موضوع ده.  کاسمولوژي څه ته وایی ؟ کاسمولوژي د ستورپوهنې او ستورو فزیک څانګه ده چې په ټوله کې د کایناتو اصليت، تکامل، جوړښت او د پیښې برخلیک مطالعه کوي. دا علم د کاسموس د لویې پیمانه ملکیتونو او تحرکاتو د پوهیدو په لټه کې دي، په شمول د مادې او انرژي د ویش، د کهکشانونو او دکهکشان کلسترونو جوړښت او تکامل، د تیاره مادې او تیاره انرژي ,طبیعت، او د کائناتو بنسټیز قوانین.  څیړﺉ  په کاسمولوژي کې ځینې کلیدي اړخونه او مفکورې دي:  لکه دبیګ بینګ تیوري یا د (تیارو علم ): د کایناتو د پیل او تکامل لپاره موجوده کاسمولوژیکي ماډل د لوی بنګ تیوري ده. د دې تیوري له مخې، کاینات شاوخوا 13.8 ملیارد کاله وړاندې د تودوخې، دګرم حالت په توګه پیل شو او له هغه وخت راهیسې  هر ورځ پراخیږي او سړه یږي. د لوی بنګ تیوري  یا (تیارو علم )د کایناتو د لومړني تاریخ د پوهیدو لپاره یو چوکاټ چمتو کوي، په شمول د بنسټیزو ذراتو، اتومونو، او لومړی کهکشانونو جوړښت Background RCMB): د کاسمیک مایکروویو شالید وړانګې د  هغه وړانګو وړانګې دي چې کائنات احاطه کوي او د لوی بنګ  د تیارو دعلم څخه پاتې تودوخه ګڼل کیږي. دا د بیګ بینګ تیورۍ  یا (تیارو علم )په ملاتړ کې مهم شواهد وړاندې کوي او د کایناتو په لومړیو شرایطو او جوړښت کې د اسلامی میتا فزیک  علم وړاندې کوي. په لویه پیمانه جوړښت: کاسمولوژیست د کایناتو لوی پیمانه جوړښت مطالعه کوي،  د کهکشانونو ویش، د کهکشان کلسترونه، او سپر کلسترونه. د کهکشانونو د ځایي ویش په نظر کې نیولو او د دوی د سرې بدلونونو اندازه کولو سره،  اسلامې ساینس پوهان کولی شي د کاسمولوژی  او اسلامې میتافزیک دعلم په پیمانه د کایناتو اصلي جوړښت او تحرکات اټکل کړي.  تیاره ماده ,او تیاره انرژي:  د تیارو علم یا بیګ بینګ د کاسمولوژي د تیاره مادې او تیاره انرژي په نوم پیژندل شوي پراسرار اجزاو د پوهیدو په لټه کې دي ، کوم چې په ګډه د کائنات د ټولیز انرژي مینځپانګې نږدې 95٪ جوړوي. تیاره ماده د مادې یوه نه لیدل شوې بڼه ده چې په کهکشانونو او کهکشانونو کلسترونو باندې د جاذبې اغیزې کوي، پداسې حال کې چې

د هویت مهندسي او له سره مهندسي

د هویت مهندسی Identity Engineeringد هویت له سره مهندسي Identity Re-Engineering1:- د هویت مهندسی:د هویت مهندسی یا -Identity Engineering- یو مفکوره ده چې د یو فرد یا ټولنې د هویت عناصر لکه ارزښتونه، باورونه، کلتور او شخصیت په شعوري بڼه بدلون یا وده ورکول رانغاړي. دا پروسه د سیاسي، اقتصادي او کلتوري تحولاتو لپاره کارول کېږي. د دې موضوع بحث په هغو ټولنو مطرح وي چې جګړې یا کلتوري یرغلونو د اغیزې لاندې وي، لکه افغانستان چې د نړیوال قدرتونو لپاره یې په مختلفو بدلونونو کې اساسي رول لوبولی او لوبوي یې. ولې د همدې وسیلي په اساس ډیرو هیوادنو خپلو ټولنو ته مثبته لاسته راوړنې کړې د بده مرغه د افغانستان لپاره دا بحث همیش منفي تمام شوی.د هویت مهندسي ولې مهمه ده؟• ټولنیز هویت تعریف: د عصري اړتیاوو او شرایطو پر اساس د یو ملي یا ټولنیز هویت تعریفوی ، چې ټولنیز سیاست او برخورد مشخصوي.• په ټولنه کې کلتوري همغږي: د هویت مهندسي د مختلفو ډلو یا قبیلو ترمنځ د کلتوري ګډ ژوند او تفاهم جوړولو لپاره مرسته کوي.• د تاریخي ارزښتونو ساتنه: د ټولنې مشترک تاریخي او فرهنګي شتمني له زوال څخه ساتي. د داسې تاریخي الهام بښونکي روایتونو پالنه کوي چې ملي یووالي رانغاړي.• مشترک کلتوري ارزښتونه: د هغو مشترکو فرهنګي عناصرو پلټنه او موندنه چې ټول ښکیل اړخونه یې خپله شتمني ګڼي.• تعلیمي نظام اصلاحات: د ملي هویت په بنسټ د ګډ او معاصر ښوونیز نصاب تنظیمیول چې د عصر غوښتنې پکې جواب شوې وي.• د ښځو لپاره متوازنه پالیسي: افغان میرمنې د ټولنې د هویت په جوړولو کې حیاتي رول لوبوي. د ښځو زده کړې، سیاست کې رول او اقتصادي فعالیت د ټولنې د هویت لپاره بنسټیزې برخی دي؛ خو د بهرنیو فرهنګي اغېزو له امله، ځینې وختونه د ښځو حقوق د محلي کلتور او دیني باورونو پر وړاندې یو چیلنج ګرځيدلی. د ښځو پرمختګ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې چې په تصمیم نیونه او کلتوري پروګرامونو کې د ښځو فعاله ګډون تفسیر کړي.• د رسنیو او ټکنالوژۍ رول: رسنۍ او ټکنالوژي په اوسني عصر کې د هویت د مهندسي کولو تر ټولو پیاوړې وسیلې دي. په افغانستان کې د رسنیو بې ساري وده د خلکو د افکارو، ژوند سبک او ارزښتونو په بدلون کې ستر رول لوبولی دی چې د تعلیم او عامه پوهاوي کې یې د افغانستان کلتوري شتمنیو ساتنه او مثبت تبلیغ ته توجه ډیره شي.په افغانستان کې د هویت مهندسي:افغانستان همیش د خپل جغرافیایي موقعیت، تاریخي شرایطو او کلتوري تنوع له امله د هویت په برخه کې د پیچلو ننګونو سره مخ دی. د هویت مهندسي په افغانستان کې د لاندې برخو لپاره ډیره مهمه ګڼل کېږي، د افغانستان پر اجتماعي هویت د تاریخ په اوږدو کې څو څو وارې د نورو ټولنو څخه بریدونه شوي چې یوه بیلګه به یې د غربي ټولنې اغیزه د کلتوري یرغل په شکل کې یو څه وڅیړو؛ چې د رسنو، ټکنالوژۍ او نړیوال سیاست له لارې غربي ارزښتونو هڅه چې تر یو حده یې د محلي کلتور ځای ونیو چې د وګړو په افکارو او چلند کې ډیر زیات بدلونونه راوستې دي.د غربي تعلیمي سیسټمونو، ټولنیزو رسنیو، او نړیوالو ارزښتونو خپرېدل په افغانستان کې پر نوي نسل ژوره اغیزه کړې. په تربیوي ډول د موجوده محرک نسل لپاره د خپل تاریخي هویت د ارزښتونو په اساس د پرمختللي او معاصر هویت تعریف اړین لیدل کیږي.نن په افغانستان کې قومي تنوع د دې لامل شوې چې د مشترک ملي هویت تعریف ډیر ستونزمن شوی. د هویت مهندسي په اساس کیدای شي د ټولو قومونو ترمنځ د ملي یووالي لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته شي، نو په دې اساس د هویت مهندسي په افغانستان کې د ټولنیزو او کلتوري ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره وسیله لیدل کېږي. دا پروسه به نه یوازې د غربي کلتور اغیزو د مثبتو او منفي اړخونو په تعریف او تحلیل کې مرسته وکړي بلکې د یو نوي او قوي ملي هویت د جوړولو لپاره هم لاره هواره کړي. د دې لپاره حتمي ده چې د ملي هویت پر اصولو او ارزښتونو باندې تمرکز وشي.په موجوده افغانستان کې د قومي، ژبنیو، او مذهبي توپیرونو له امله د ملي هویت جوړول یو سخت بحث دی خو ناممکن نه دي ځکه د ملي هویت مهندسي یې اسانه لاره ده چې د دې توپیرونو ترمنځه وړل او د یو ملت ګډ ژوند بنسټ کیښودلی شي. 2:- د هویت له سره مهندسی:د هویت له سره مهندسی یا -Identity Reengineering- په وروستیو کلونو کې د غربي مدرنېت او ټکنالوژۍ پرمختګ افغانستان ته د نوې کلتوریزم له لارې داخل شوی دی. دغه اغېزې د ټولنې په طرز تفکر، جامه، او حتی د هغوی په اړیکو او ژوندانه کې د ډیر بدلون سبب ګرځېدلي دي چې د افغانستان کلتوري خپلواکۍ یې ماډرنایزیشن یا د پرمختګ په عنوان د درنې سرمایه ګذارۍ په اساس د پوره د اغیزې لاندې راوستې.کلیدي منفي اغېزې:• د دودیز کلتور یې کمزوري کړی: د بهرنیو فرهنګونو بې قیده تقلید، حتی ځینې ځوانان خپل محلي دودونه زاړه او بې ګټې بولي چې د ځوانانو لپاره د هویت ګډوډۍ رامنځته شوې.• په ژوند کولو کې نوي لګښتي بڼې: د غربي ژوند سبک کې د مصرفي کلتور تطبیق په ناخبره ټولنه کې چې هیڅ تجربه یې نه لرله او نه ورته په سالمه بڼه تعریف شوې ده.• د کلتوري شخړو زیاتوالی: په ټولنیزو چارو کې د نوښتونو او بدلونونو پر وړاندې د فهم خلا چې مقاومتونو رامنځ ته کوي.• د قومونو ترمنځ اختلافات: د ټولنیز بدلون په موخه د قبایلو او قومونو ترمنځ د ښه او بد بحث رامنځ ته کول چې د دریم لوري لپاره زمینه برابره شي چې د ګډ ژوند کولو لپاره د طبعي اړیکې پرته یو مصنوعي بحث د قرارداد په شکل رامنځ ته کړي. او هغه طبعي تاریخي اړیکه چې د ګډ تاریخ څخه ورپاتې وي د اختلافاتو له امله د نظره وغورزوي.• د خپلو په مقابل کې په پردیو باور کول: نړیوالو ته اهمیت ورکول د خپل هیواد وال په مقابل کې چې دا ښه فرصت ګرځي د نور د لاسوهنو او د ټولنې د اختلافاتو په ترویج کې او په اسانه سره یرغل ته زمینه مساعدې دی شي. • خپلو عابداتو او تاریخ ته

‎د افغانستان دغرونو جیولوژیکي موقعیت

دالنصر په نوم د اوبو لویه زیرمه چې د سوډان، مصر، لیبیا او ایتوپیا ترمنځ موقعیت لري، دا زیرمه د غرونو د لوړ الکټرونکي فشار له امله چې پر ځمکه یې لري د سوډان او نورو هیوادنو په حایله خاوره راټولې شوې شدي. دا څومره زړه را ښکونکی خوب ؤو، او د عربو لویې غوښتنې ورکې څومره تسل موندلی شو عربو قومونو د زښت ډیر ورستوالي سره د خپل دې جغرافیایي موقعیت لپاره خارق العاده خوبونه لیدل، په بشری تاریخ کې عربو تر دې دمه د علمه پرته په تیارو کې لاس او پښې وهلي په دې هیوادونو کې لا تر اوسه د پوهې او تمدن سباوون ښکاره شوی نه وو، چې د پوهې او تمدن له مخې دې د دې ستر نعمت ارزښت وپیژندل شو.عرض دا دی چې له هرې خوا دا قامونه د بشري تمدن د قافلې وروسته و تر ډیره د نړیوالو سره نا بلده و، او نړیوال د دوی سره ولې بیا هم دا خدای ورکړی نعمت نو د دعربی نړۍ د پاکو اوبو د نیل په شمول د دریو سترو زیرمو څخه یوه یې همدا ده. چې همدا اوس د سوډان، مصر، لبیا او ایتوپیا د هیوادونو تر مینځ یې د پاکو اوبو پر سر یو لویه لانجه پرته ده، سوډان دا زیرمې خپل طبیعې حق ګڼي ولې لبیا یې بیا د نړیوالو داوبو د ویش له قانونه پرته استعمالوي او مصر ورسره ځان شریک بولي چې ایتوپيآ بیا د لوی او عظیم بند په جوړولو سره هڅه کوي چې د خپل هیواد د بریښنا تولید زیات کړي چې مصریې بیا خپل د اوبو حق ته ګواښ ګڼي دا اوبه د مصر او لبیا د لرې پرتو سیمو څخه دې ځای ته راټولی شوي دي. دا راپه ګوته کوي چې د غرونو د لوړ فشار د ځمکې جذابی قوت په مایعاتو څومره ژورې اغېزې لری.همدا رنګه د ډیرو غرونو شتون په يو هیواد او منطقه کې د نور پرتو سیمو د مایع ګاز نفت او پټرولو په راکش کولو کې لویه برخه او اغیزه لری. غرونه د خپل طبیعی جوړښت سره د دې قوت او انرژي لري چې د نورسیمو مایعات ځانته را جذب کړي د اوبو نه نیولې تر مایع ګاز او پټرول، یورانیم او نور حقیقه ګازونه کولی شي د زرونو کلیومتره لیرې څخه یې ځانته را جذب کړي او د ځمکې لاندې میسر ته د لوړ الکترونکي فشارپه لرلو تغیر ورکړی .فزیکي جیولوژي:دا موږ ته د ځمکې د سطحې جوړښت، لکه د غرونو لړۍ، لویې درې، لوی او واړه سیندونه، او د ځمکې لاندی د خامو حقیقه ګازونو حرکت وڅیړي ولې بیا تاریخې جیو لوژی د ځمکې د میلونونو کالو د ژوند او پرمختګ د لړۍ په هکله معلومات را غونډ وي، لکه د وخت په تیریدو کې د ځمکې د چاپېریال او جوف بدلونونه او د ژوند د مختلفو ډولونو پرمختګ د طبیعت سا تنه د ځمکې د هوا بدلون، د هوا ککړتیا، او طبیعي پېښو ( توپانونو، د اوبو لاندی زلزلې، تر نیدو، توپانونه، سېلابونه ) ښه او کره معلومات وړاندې کوي. د ساختماني، انجینرۍ په برخه کې خاصه مرسته کوي د ودانیو د ډیزاین د روبنا، زیر بناوو لپاره د ځمکې مناسب شرایط په ګوته کوي.د جیولوژي علم د ځمکې په هکله یو علمي بحث دی چې د هغې تاریخي جوړښت او د طبیعي سرچینو په اړه ارزښتناکه معلومات برابروي.د غرون لاندې لوړ الکترونکي فشار د خپل طبیعي جوړښت له امله د نورو سیمو مایع مواد د غرونو د زون ساحې ته را کش کوي، خو دا بهیر او پروسه وخت او ځانګړو جیولوژیکي شرایطو ته اړتیا لری.غرونه نه یوازې د ځمکې د ښکاره چاپيریال په ښکلا او جوړښت کې مهم او ځانګړی رول لري، بلکې د ځمکې لاندې مایعاتو او ګازونو په حرکت او ذخیره کولو کې حیاتي برخه او اغېز لري.د غرونو لاندې هایدرو الکترونکي فشار د مایعاتو حرکت رهبري کوي او د نورو سیمو څخه مایع مواد جذبوي.د دې علمي بهیر دقیق درک کولای شي د طبیعت، د اقتصادي، او انرژي زېرمو په لاسته راوړلو کې نوې لارې چارې پرانیزي.د جریانونو د سمت ټاکل د غرو لوړ الکترونکي فشار د دې باعث کېږي چې مایعات او ګازونه جریان د ټیټ فشار سیمو ته سوق کړی او حرکت ورکړي، چې دا بهیر معمولاً د غرونو د فشار د اغېز نه ورسته تر سره کیږی.‎غرونه د خپل طبیعي قانون له مخې د ځمکې په پوړونو کې په ځانګړو برخو کې د لوړ فشار الکترونکي زونونه جوړويدا الکترونکي جراقې د فشار د لاندې لاملونو له امله مایعات او ګازونه د نورو سیمو څخه جذب کوی.‎زموږ ځمکه یوه فعال اسماني ستوری یا سیاره ده چې د ډیرو سترو ‎الکترونکې زلزلو د حرکت، د غرونو طبیعی جوړښت، او د ځمکې لاندې مایعاتو حقیقه او کریمه ګازونو جریان په هغې کې بنسټیز رول لري.د ځمکې لاندې مایعات لکه اوبه، تېل، ګازونه، نفت او لاوا، په طبیعي توګه د فشار د توپیر یا بدلون د ځمکې د جاذبې قویې، او د الکترونکي فعالیتونو تر اغېز لاندې حرکت کوي.د غرونو ساحه د دې بهیر په تنظیم او اغېزمنولو کې مهم او اساسی رول لري، په دې مقاله کې به موږ د ځمکې لاندې مایعاتو د حرکت د ځمکې الکترونکي جاذبوی حرکتو د میکانیزمونو څېړنه وکړو او د غرونو د اغیزو علمي اړخونه به وڅېړو:د ګازاتو د ټاکلي قانون له مخې ګازات او د ځمکې لاندې مایعات د فشار الکترونکي لوړ زون څخه ټیټ زون ته حرکت کوي.د فشار بدلون او توپیر د مایعاتو د حرکت اصلي برخه ده، چې د طبیعي پروسو په مرسته رامنځته کېږی، دګازاتو نفتو او مایعاتو ډیره مهمه بله پروسه حرارت او تودوخه ده.په ځمکه کې دننه تودوخه د مایعاتو الکترونکي فشار زیاتوي او هغوې د لوړ فشار سیمو څخه ټیټ فشار سیمو ته حرکت کولو ته اړ کوي.‎د غرونو طبیعی رول په مایعاتو او ګازاتو کې د حرکت په پروسه کې ستره ونډه لري، غرونه د خپل طبیعی جوړښت له مخې د مایعاتو جریان لکه نفت، مایع ګاز، پترول یورانیم د الکترونکې فشاری د قوې په مرسته دا بهیر تنظيموي.‎په ځینو حالاتو کې، د غرونو لاندې الکترونکې فشار Uncategorized اسلامی متیافزیک او کاسمولوژی محمد امين  ظريفدساینس او مذهب یووالی: ځینې اشخاص له ساینس پوهانو او فیلسوفانو په ګډون، د ساینس

د افغانستان واکمنان او زموږ سیاسي برخلیک د روانې پیړۍ تر نیمايي

انجنير محمد امين  ظريف د افغانستان سیمه د سیاسي ، جغرافیايي سترتوب یو اوږود تاریخ لری ، د افغانستان د معاصر تاریخ په څیړنه کې لویه ستونزه دا ده چې زموږ زیاتره تاریخي پیښې بهرنیولیکوالو لیکلي دي . امان الله خان انګریزی امپراتورۍ ته د لینګتۍ د اچولو او دافغانستان د غوڅیې ازادۍ د ګټلو په وجه ملي اتل وپیژندل شو، مګر لس کاله ورسته همدې خلکو د هېواده وشړلو که موږ د نن او پرون تاریخي پیښې وڅیړو او دافغانستان اوسني د شلو کالو واکمنان کټ مټ د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په شکل ورته حکومتونه کړي . د نن د څلویښت میلونه دالرو کڅوړې او د امیر عبدالرحمن د وخت د انګریزانو د اتلس لکو کالدارو کڅوړو چې امیر ته ورکولې ورته بڼه ده ، د هغه وخت امیر هم د خپل واک د ساتلو په خاطر د ډیورنډ د منحوس تړون د منلو وروسته امیر ته د دولس لکه کالدارو پر ځای اتلس لکه کالدارې مقررې کړې که چیرې انګریزانو ددې بډو مبلغ په ډیرولو سره د افغانستان نورې سیمې هم غوښتې وای ښايي امیر ورباندې پلورلای واي . لکه پرون چې یو ناتوان او بې ارادې پاچا د اغزن تار معامله ومنله ، یو ځل بیا یې د افغانستان د وجود غړي غوڅ کړل ، ګاونډیانو ورباندې یو ځل بیا خپل غاښونه تاوده کړل . دوې او هغوې ګران هیواد افغانستان د شپاړلسمي پیړۍ نیولې تر اوسه پورې د پنځلس لکه کیلومیټره مربع مساحت ځنې یوازې اته لکه کیلومیټره مربع مساحت ته را ښکته کړی ، یانې نیم افغانستان ګاوندیانو ایران ، روسیې او د وخت انګریزانو هضم کړی دی. په داسې حال کې چې دافغانستان سیاسي ژوند د بهرنیانو په مرسته تکیه کوله لکه نن او پرون چې دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بې برخه کیدو په بیه تمامه شوې ده . نن افغانستان دعدم استقلال حالت کې دی او دا حالت د پرون او نن  په واکمنانوکې شتون درلود . د غربیانو کڅوړې بې څه نه دي ؟ غربیانو پخپل ژوندانه کې مادي سخت خویه او په معامله کې سخت زړي دي ، د هغوې خاصیت خپلچاري  کینه کښ او غچ اخیستونکي دي . همدا لامل دی چې د نورو په چارو کې د لاسوهنې هر هنر یې زده دی ، ددې هنر دلاسه زموږ د هېواد د بخت ستوري تل کمرنګ شوي دي تل یې زموږ هیواد په پيښو ا و جنجالونو کې راګیر کړی دی . د شپاړلسمي پیړۍ نه نیولي تر شلمې پیړۍ پورې زموږ د هیواد وګړی د ځوړتیا او وروسته والي او پوهنیز بې وسۍ او وزګارتیا ښکار شوي دي ، دا د بشري تاریخ هغه ترټولو مهم روان دی چې اغیزې یې هم په ورستنیو پیړو کې هم پاتې دي . دوې افغانستان د ګاونډیو په تیره بیا د پاکستان د جیو پولیتیکل سټراټیژۍ تر پوره اغیزې لاندې کړی دی . جیوپولیتیکل سټراټیژي هغه اوږود مهاله اعلانونواو کړنو ته اشاره کوي چې دیو ملت یااداري لخوا د نړیوال سیاست او جغرافیاپه شرائطو دخپلو ګټو د پرمختګ لپاره ترسره کوي ، په دې کې د سیاسی ، اقتصادي او امنیتي موخو تر لاسه کولو لپاره د مختلفو فکتورونو لکه جغرافیايي موقعیت ، طبیعي زیرمو نه ګټه اخیستنه ، اقتصادي ځواک ، نظامي وړتیا و او کولتوري نفوذ ګټه شامله ده . ،د افغانستان د تاریخ ا و نړۍ د قامونو د تاریخ په دغه دوران کې یو ، یوه ګړۍ د څوڅو ورځو او یوه یوه ورځ یې د څو څو کلونو برابره ده . چاچې یوه ګړۍ بیځایه تیره کړه لکه یو کال یې چې بیځایه تیر کړ، اوس چې افغانانو دخپل منځی ناپخلاینې کلونه نه بلکې پیړۍ بې ځایه تیرې کړې او غربي نړۍ دیوې دقیقې حساب او قدر کړی دی ، د پیړیو لار یې په کلونو کې طی کړ ، د هغوې د هرې چارې زور شته همدارنګه جغرافیايي ملحوظات د نورو په پرتله د یوملت یاسیمې د جغرافیايي موقعیت په ګډون د سټرتیژیکو سرحدونو ، طبیعي زیرمو او ګاونډیو هیوادونو سره سیاسي جوړ جاړی د وخت اړتیا ده . ملي ګټې د یوملت د سیاسي ژوند پیژندنه او لومړیتوب ورکول دي چې کیدای شي  زمکنۍ بشپړتیا ،اقتصادي پراختیا، سیمه ییز ثبات هم په کې شامل دي، .ولې سیاسي ژوند یې د روح په مثال دی. په اتفاقي توګه د ګران هیواد د نن ورځې بې لاس او پښو کیدو او د نورو هیوادو سره اړیکې نه جوړو نظامي سټراتیژې په ټپه ودرول د احتمالي تپول شو جګړو دمخنیوي لپاره د نظامي وړتیاو نه لرل د سیاسي مرګ په مثال دی د افغانستان په شرائطو کې د سټراتیژیک ژورتیا عمق سټراتیژیک مفهوم د جیوپولیتیکل سټراتیژۍ په مانا  ده . دافغانستان د ستراتیژیک ژورتیا ، سټراتیژۍ په ځانګړې توګه د اتحادونو جوړول د دوستانه اړیکو رامنځته کول ،او په ګاونډیو هیوادو او سیمو کې د نفوذ ساحه پراخه کول یو اړین کار دی ، به دې کې کیدای شي د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان ، ایران،منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو سره ملګرتیا رامنځه کول دي او همدارنګه دنړیوالو لوبغاړو لکه چین ، روسیه او متحدایالاتو سره نیک روابط شامل دي . په افغانستان د پاکستان سټراتیژیکو ژور والی په اړه باید وویل شي په افغانستان د پاکستان دګټو اړه دسټراټیژیک ژورتیا عمق ، سټراتیژیک مفهوم د لسیزو راهیسې د پاکستان دجیو پولیتیکل ملاحظاتو مهم اړخ دی . دا په افغانستان کې د نفوذ او سټراتیژیکو اهدافو د ساتلو لپاره د پاکستان د پام وړ اړتیاته ده ، تر څو د ختیځ په ځانګړي توګه دهیند د احتمالي ګواښونو په وړاندې د بفر په توګه کار وکړي . دلته په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیک ژور والي په اړوند کلیدي اړخونو ته لنډه کتنه کوو : امنیتي اندیښنې : پاکستان د هیند سره د تاریخي کړکچ او شخړو د امله افغانستان د خپل امنیت لپاره مهم ګڼي ، پاکستان په دې باور دی چې افغان ډلو سره د دوستانه اړیکو ساتل یا په افغانستان کې نفوذ کولی شي ، د هیند نفوذ یا محاصرې په وړاندې د سټراتیژیک متحد په توګه کار وکړي : په ټولنیز ډول په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیکو ژوروالي تعقیب دهغه د پراخ جیو پولیتیکل محاسبې شکارندويي کوي ،چې موخه یې دخپل امنیت ساتل ، خپل سیمه ییز نفوذ لوړول دخپلو اقتصادي ګتو لوړول دی ، په داسې حال