د افغانستان واکمنان او زموږ سیاسي برخلیک د روانې پیړۍ تر نیمايي

انجنير محمد امين  ظريف د افغانستان سیمه د سیاسي ، جغرافیايي سترتوب یو اوږود تاریخ لری ، د افغانستان د معاصر تاریخ په څیړنه کې لویه ستونزه دا ده چې زموږ زیاتره تاریخي پیښې بهرنیولیکوالو لیکلي دي . امان الله خان انګریزی امپراتورۍ ته د لینګتۍ د اچولو او دافغانستان د غوڅیې ازادۍ د ګټلو په وجه ملي اتل وپیژندل شو، مګر لس کاله ورسته همدې خلکو د هېواده وشړلو که موږ د نن او پرون تاریخي پیښې وڅیړو او دافغانستان اوسني د شلو کالو واکمنان کټ مټ د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په شکل ورته حکومتونه کړي . د نن د څلویښت میلونه دالرو کڅوړې او د امیر عبدالرحمن د وخت د انګریزانو د اتلس لکو کالدارو کڅوړو چې امیر ته ورکولې ورته بڼه ده ، د هغه وخت امیر هم د خپل واک د ساتلو په خاطر د ډیورنډ د منحوس تړون د منلو وروسته امیر ته د دولس لکه کالدارو پر ځای اتلس لکه کالدارې مقررې کړې که چیرې انګریزانو ددې بډو مبلغ په ډیرولو سره د افغانستان نورې سیمې هم غوښتې وای ښايي امیر ورباندې پلورلای واي . لکه پرون چې یو ناتوان او بې ارادې پاچا د اغزن تار معامله ومنله ، یو ځل بیا یې د افغانستان د وجود غړي غوڅ کړل ، ګاونډیانو ورباندې یو ځل بیا خپل غاښونه تاوده کړل . دوې او هغوې ګران هیواد افغانستان د شپاړلسمي پیړۍ نیولې تر اوسه پورې د پنځلس لکه کیلومیټره مربع مساحت ځنې یوازې اته لکه کیلومیټره مربع مساحت ته را ښکته کړی ، یانې نیم افغانستان ګاوندیانو ایران ، روسیې او د وخت انګریزانو هضم کړی دی. په داسې حال کې چې دافغانستان سیاسي ژوند د بهرنیانو په مرسته تکیه کوله لکه نن او پرون چې دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بې برخه کیدو په بیه تمامه شوې ده . نن افغانستان دعدم استقلال حالت کې دی او دا حالت د پرون او نن  په واکمنانوکې شتون درلود . د غربیانو کڅوړې بې څه نه دي ؟ غربیانو پخپل ژوندانه کې مادي سخت خویه او په معامله کې سخت زړي دي ، د هغوې خاصیت خپلچاري  کینه کښ او غچ اخیستونکي دي . همدا لامل دی چې د نورو په چارو کې د لاسوهنې هر هنر یې زده دی ، ددې هنر دلاسه زموږ د هېواد د بخت ستوري تل کمرنګ شوي دي تل یې زموږ هیواد په پيښو ا و جنجالونو کې راګیر کړی دی . د شپاړلسمي پیړۍ نه نیولي تر شلمې پیړۍ پورې زموږ د هیواد وګړی د ځوړتیا او وروسته والي او پوهنیز بې وسۍ او وزګارتیا ښکار شوي دي ، دا د بشري تاریخ هغه ترټولو مهم روان دی چې اغیزې یې هم په ورستنیو پیړو کې هم پاتې دي . دوې افغانستان د ګاونډیو په تیره بیا د پاکستان د جیو پولیتیکل سټراټیژۍ تر پوره اغیزې لاندې کړی دی . جیوپولیتیکل سټراټیژي هغه اوږود مهاله اعلانونواو کړنو ته اشاره کوي چې دیو ملت یااداري لخوا د نړیوال سیاست او جغرافیاپه شرائطو دخپلو ګټو د پرمختګ لپاره ترسره کوي ، په دې کې د سیاسی ، اقتصادي او امنیتي موخو تر لاسه کولو لپاره د مختلفو فکتورونو لکه جغرافیايي موقعیت ، طبیعي زیرمو نه ګټه اخیستنه ، اقتصادي ځواک ، نظامي وړتیا و او کولتوري نفوذ ګټه شامله ده . ،د افغانستان د تاریخ ا و نړۍ د قامونو د تاریخ په دغه دوران کې یو ، یوه ګړۍ د څوڅو ورځو او یوه یوه ورځ یې د څو څو کلونو برابره ده . چاچې یوه ګړۍ بیځایه تیره کړه لکه یو کال یې چې بیځایه تیر کړ، اوس چې افغانانو دخپل منځی ناپخلاینې کلونه نه بلکې پیړۍ بې ځایه تیرې کړې او غربي نړۍ دیوې دقیقې حساب او قدر کړی دی ، د پیړیو لار یې په کلونو کې طی کړ ، د هغوې د هرې چارې زور شته همدارنګه جغرافیايي ملحوظات د نورو په پرتله د یوملت یاسیمې د جغرافیايي موقعیت په ګډون د سټرتیژیکو سرحدونو ، طبیعي زیرمو او ګاونډیو هیوادونو سره سیاسي جوړ جاړی د وخت اړتیا ده . ملي ګټې د یوملت د سیاسي ژوند پیژندنه او لومړیتوب ورکول دي چې کیدای شي  زمکنۍ بشپړتیا ،اقتصادي پراختیا، سیمه ییز ثبات هم په کې شامل دي، .ولې سیاسي ژوند یې د روح په مثال دی. په اتفاقي توګه د ګران هیواد د نن ورځې بې لاس او پښو کیدو او د نورو هیوادو سره اړیکې نه جوړو نظامي سټراتیژې په ټپه ودرول د احتمالي تپول شو جګړو دمخنیوي لپاره د نظامي وړتیاو نه لرل د سیاسي مرګ په مثال دی د افغانستان په شرائطو کې د سټراتیژیک ژورتیا عمق سټراتیژیک مفهوم د جیوپولیتیکل سټراتیژۍ په مانا  ده . دافغانستان د ستراتیژیک ژورتیا ، سټراتیژۍ په ځانګړې توګه د اتحادونو جوړول د دوستانه اړیکو رامنځته کول ،او په ګاونډیو هیوادو او سیمو کې د نفوذ ساحه پراخه کول یو اړین کار دی ، به دې کې کیدای شي د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان ، ایران،منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو سره ملګرتیا رامنځه کول دي او همدارنګه دنړیوالو لوبغاړو لکه چین ، روسیه او متحدایالاتو سره نیک روابط شامل دي . په افغانستان د پاکستان سټراتیژیکو ژور والی په اړه باید وویل شي په افغانستان د پاکستان دګټو اړه دسټراټیژیک ژورتیا عمق ، سټراتیژیک مفهوم د لسیزو راهیسې د پاکستان دجیو پولیتیکل ملاحظاتو مهم اړخ دی . دا په افغانستان کې د نفوذ او سټراتیژیکو اهدافو د ساتلو لپاره د پاکستان د پام وړ اړتیاته ده ، تر څو د ختیځ په ځانګړي توګه دهیند د احتمالي ګواښونو په وړاندې د بفر په توګه کار وکړي . دلته په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیک ژور والي په اړوند کلیدي اړخونو ته لنډه کتنه کوو : امنیتي اندیښنې : پاکستان د هیند سره د تاریخي کړکچ او شخړو د امله افغانستان د خپل امنیت لپاره مهم ګڼي ، پاکستان په دې باور دی چې افغان ډلو سره د دوستانه اړیکو ساتل یا په افغانستان کې نفوذ کولی شي ، د هیند نفوذ یا محاصرې په وړاندې د سټراتیژیک متحد په توګه کار وکړي : په ټولنیز ډول په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیکو ژوروالي تعقیب دهغه د پراخ جیو پولیتیکل محاسبې شکارندويي کوي ،چې موخه یې دخپل امنیت ساتل ، خپل سیمه ییز نفوذ لوړول دخپلو اقتصادي ګتو لوړول دی ، په داسې حال