روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی

روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی Facebook Twitter LinkedIn چي په خیال کی شم راګیر دیار د زلفوغوسوی مي زړه هر دم هر تار د زلفودا زما زړګی د مینی خزانه دهپه سینه مې خوب کوی خامار د زلفوعشق د یار زما زړګی زری زری کړتری به جوړ کړمه امیل د یار دزلفوپه کراره شه پری تیر د سهر بادهچی زخمې نه کړی دیار کوم تار دزلفومهرویان چې ساده زړونه پکښی نیسیغوړولي ده دا لومه یار دزلفو دا هم دَ افاق خپریدو په اړه دمبارکی په یوی تحفی ومنئ
روښان خادم/ټورنټو

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn راشی زما د بیګله شپی د فکرونو یوه برخه ددیموکراسی په باب درسره شریکه کړم . ددیموکراسی کل مه ، معنی او تعریف ډیر ښکلی دی خو په حقیقت کی یو سیاسی سراب باندی بدل شوی چی وروسته پاتی هیوادونه ورپسی ځغلی . زه د خپلو فکرونو او چرتونو په نتیجه کی دی نتیجی ته ورسیدم چی دا ایدیالی مفکوره مخ په معدومیدو ده او نور د ملکونو او نړی دپاره په درد نه خوری او جهان د یوی نوی ایدیولوژی او مفکوری په درشل کی دی او بله فلسفه او بله لار به پرانستل کیږی خو دا چی څومره وخت به ونیسی معلومه نه ده. د تش په نامه دیموکراسی اصلیت او مالکیت نن د امریکا په لاس او صلاحیت کی دی او د امریکا د رضایت نه بغیر هیڅ ملک نشی توانیدی چی خپله دی ځانته دیموکراسی جوړه کړی چی زه ورته (ملی دیموکراسی ) وایم هغه تعریف چی پخوانیو د ملی دیموکراسی په باب کړی دی په هغه زه کار نه لرم. ما مخکی وویل چی دیموکراسی د امریکا ملکیت دی په دی معنی چی د امریکا په یو سیاسی فرانچایز Franchis بدل شوی لکه د مکدونالد رستورانت چی مالکیت یی د یو شخص سره دی هر څوک چی وغواړی دا رستورانت خلاص کړی باید مالک ته یی درخواست ورکړی که د مکدونلد شرایط یی بوره کړه نو دیو قیمت او دمک دونالد د شرایطو قبلولو په مقابل کی ورته اجازه ورکول کیږی. زما له نظره دیمکوکراسی همدا بڼه غوره کړی ده. په غرب کی ددیموکراسی په نامه فقط (وټ) یعنی رای ورکول هغه هم د قدرت د خاوندانو په ګټه موجود اوباقی پاتی دی نور هر جز بدل دی څو کلونه وړاندی چی زه په پیښور کی وکیل نجار وم زما سره یی مامور وچی کله کله به یی بحثونه کوول یوه ورځ یی وویل (د نړی د ټولو سیاسی فلسفو او تیوریو کی بد ترینه فلسفه او تیوری دیموکراسی ده) دا خبره ماته ډیره ستغه معلومه شوه او پوښتنه مي تری وکړه چی ولی؟ په ځواب کی یی راته وویل رای ګیری، اکثریت او اقلیت هغه دوه عمده شیان دی چی د قدرت دلاس ته راوړلو دپاره پکاریږی او دا یی بدترینه برخه ده ځکه هر ثروتمن د نه سړی زوی به د پیسو په زور رای واخلی او په یو ملت به حاکمیت کوی. ) دا یو ستر حقیقت دی چی ما د بو غیرسیاسی عادی شخص څخه واوریده. چی د ثبوت مثالونه یی زمونږ په ملک کی ډیر دی ایاپه فرانسه کی په اسلامی حجاب بندیز، او داسی نور مثالونه کومه دیموکراسی ده ؟ بنا هر ملک مجبور دی چی د امریکا څخه یی امتیاز د یو قیمت په بدل کی تر لاسه کړی هغه ملکونو چی خپل ځانته یی د خپلی دیموکراسۍ د جوړولو اقدام کړی نتیجه یی په ټوله نړی کی منفی مثالونه لری چی د مختلفو دلایلو د ایجاد ترڅنګه د هغه ملکونو تباهی یی رامنځ ته کړی ده خو ددی فرانچایز د امتیاز اخیستو په مقابل کی د امریکا اطاعت د ملک د ملی ګټو او ثروت امتیازات فرهنګی او ملی ارزښتونو به پدله کی ورکوی په خلاصه کی داسی ویلای شم چی دښکلی دیموکراسیۍ څهره او ماهیت بدل شوی د استعماری اهدافو او قدرت دلاس ته راوړلو وسیله ګرزیدلی لکه ادیان چی د حکومت، قدرت او انحصارګری د لاس ته راوړلو وسیله شوی ده د نړی سیاسی فلاسفه په دی خبره پوهیږی او د نوی لار په لټولو پسی به وی ترڅو نړی د جنګ او جګړی څخه وساتی یوه انسانی داسی ټولنی دپاره لار پیدا کړی چی د بشر د سوکالی، امنیت، مصونیت، متضمنه او ددیموکراسی ځای ناستی شی . دیموکراسۍپه مخه دی ښه
لیکوال: روښان خادم

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹مه پېړې کی په اسیا کې د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو. زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. – د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول او داسی ډیرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی. په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده . د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری. په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی: چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د ( قرضی لومې دیپلوماسی) ورته ویلی شو.


