دلوې لوبې استمراریا نوي پړاو

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاواکتوبر۱۹/۲۰۲۴ تورونت Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹ پړې کی په اسیا کی د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول            یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو    دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې  شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو.    زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. –   د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول  او داسی ډ‌یرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی.       په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده .    د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه  زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری.               په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی:  چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د  ( قرضی