پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوب په دې شپو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې دا پوښتنه د بحثونو محور ته راغلې ده، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ ددې پوښتنې په تړاو مختلفې عالمانه او جاهلانه تبصرې مخې ته راغلې، خو په دې اړوند تر ټول مهمه خبره، چې پر دا راز پوښتنو د بطلان کرښه راکاږي، هېڅ چا ونه شاربله. زموږ دا بحث پر همدغې ناشاربلې نکتې متمرکز دی او له دې زاویې د درود و سلام (الصلاة والسلام علی النبیص ) د ارزښت او الزامیت ترڅنګ د هغې اړتیا او وړتیا تر منځ د بیلانس ارزونه ده . د بحث د مقدمې په توګه خپله مدعا د ادّعا پر بڼه مطرحو هغه داسې چې : ۱ – د درود شریف په ایصال ثواب کې پر تشکیک او ګومانونو مبتني پوښتنې د انساني فطرت خلاف پوښتنې دي او هر راز فکر او عمل چې له انساني فطرت سره مخالف وي هغه باطل دی، ځکه اسلام د فطرت دین دی (فأقم وجهک للدین حنیفا فطرة الله التی فطر النّاس علیها لا تبدیل لخلق الله و ذالک دین القیم ولکنّ اکثر الناّاس لایعلمون . الرّوم ۳۰ )د معاصرو انسانانو جمعي عقل دا خبره تسلیم کړې ده، چې د اسماني ادیانو په شمول ټول سیاسي، فلسفي، روحاني او ساېنسي مکتبونه هر یو جلا مخاطبین او ځانګړي شعارونه او شعایر لري . اسلام هم د دیني مکتب په حیث عام او خاص دوه ډوله مخاطبین لري عام مخاطبین یې ټول بشریت دی او خاص مخاطبین یې مؤمنان دی همدا راز شعار یې توحید او شعایر یې مختلف دي، چې یو له دغو شعایرو څخه پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندې درود او سلام ویل دي، چې پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلّم درود او سلام ویل داسلام دلیدلوری پر اساس د شکر اداء کولو تر ټولو غوره بېلګه داسلام له شعایرو څخه ګڼل کیږي . دا چې پر رسول اعظم ( صلی الله علیه افضل الصلواة والتسلیمات) باندې درود او سلام ویل رسول الله (علیه افضل الصلوات والتسلیمات) ته او که د درود ویونکیو ته؟ موږ دیادې پوښتنې د اهمال د اثبات په موخه د هغې د فطري حیثیت لنډ جاج اخلو ! ۱ – ټول بشریت ولو که پر هر دین ګروهمن اوسي به خو پر دغې یوې موضوع کې بالاتفاق یو ډول رایه او نظر لري، چې له دینی متونو او تصریحاتو څخه د انسانانو د فهم او درک سطحه متفاوته ده بلکې او د فهم سطحې توپیرونه لري په هره زمانه کې د خلکو د درک او فهم هنداره د هغوی ټولنیز معارف او عرفان دی . د تېرو امتونو او اسلافو د عرفاني وضعیت څېړل زموږ د موضوع په محتوا کې نه دي شامل (تلک امة قد خلت لهم ماکسبت ولکم ما کسبتم ولا تسئلون عمّا کانو یعملون. / )) نو په دې اړه که هر کله او هر راز بحث مطرح کیږي، د هماغې زماني مقطع دعرفان او معارف په رڼا کې پرې بحث ممکن او اغیزمن دی . معاصر انسان چې له کله نه له سوشل میډیا سره نږدې اړیکي رامنځ ته کړي دي، نو له هماغې شېبې رانیولې بیا تر ننه موږ وینو چې انسانان یو بل ته د تعاون او تعامل له کبله د شکران مراتب د ټولنیزو شبکو له لارې وړاندې کوي، یعنې د نورو د احساناتو شکران په همد کانالونو کې اداء کوي . دا د بشري فطرت مشترک فرهنګ دی، چې انسان د احسان تابع دی (الانسان تابع الاحسان) په دې اساس وینو چې د تعاون اړوند پیغامونو څخه رانیولې تر سیاسي ، ټولنیزو علمي او تخنیکي نوښتونو او د مرستو او تعاون په پآیله کې د شکران، مننې او تبریکي پیغامونه د ټولنیزو شبکو یوه دایمي فکتور ګرځېدلی دی ، آن دا چې د فردي انځورونو خپرول او په کمنتونو کې د هغې تشریفاتي ستاینې کیږي همدا فطرت دی او د معاصر بشري تهذیب فعال اړخ دی. همدا راز د معاصر عرفان یوه بله دایمي زاویه دتاریخ د مشاهیرو او اسلافو یادغونډې او په دغو غونډو کې د هغوی مبارزو ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کول دي ، ستاینې او منظومې او منثورې مدحې او هجوې هم له همدې لارې تبادله کیدې . په افغانستان کې موږ دغه مسئله آن په اقوامو او پرګنو کې هم له ورایه احساسولی شو. موږ د غازي امان الله خان ، ستر احمد خان میرویس خان، خوشال خان و امثالهم په اړه علمي سیمنارونه ، مشاعرې و یادغونډې نیول کیږي او ښوونځي ، روغتونونه، سړکونه، پآرکونه اوامثالهم یې په نامه نومول شوي دي لکه وزیر اکبر خان مېنه ، خوشال خان مېنه ، رحمان مېنه ، طره باز خان څلور لارې ، حاجی یعقوب څلور لارې، ده مزنګ، قلعه خیاط، قلعه وکیل ، قلعه خاطر، قلعه زمانخان، کاریز دریاخان، چهاراهی شهید او…. دا انساني فطرت دی په دې کې دا مطرح نه ده، چې ایا د وزیراکبر خان پر نامه د کابل د زړه نومول به د نوموړي اروا ته ګټه او فایده وکړي او که زیان ، خو د هغوی د علمي او سیاسي مبارزو په پاس داحساناتو یو ډول شکران اداء کوي، مګر دوی کله هم له ځانونوونه پوښتل چې د خپلو اسلافو مدحې ویل او یا یې سیمې او ځایونه پر نومونو باندې نومول هغوی ته څه ګټه رسولی شي ؟ او یا د خپلو مړو شویو اسلافو مدحه کول دوی ته څه ګټه رسولای شي؟ دا ځکه چې دوی اصلا د هغوی د کردار احسانمند دي او د احسان په بدل کې له احسان کوونکي څخه مننه کول او د هغه کردار ستایل د انسان فطرت دی له امله یې د ګټې وټې پوښتنې ته اړتیا نه محسوسوي، ځکه چې ددې کار له فطرت سره اړیکه بذاته پخپله د ټولو پوښتنو ځواب دی، نو عین فرمول په درود او سلام کې هم منطبق دی او عین پآیله باید ولري داسې نشي کېدای چې د مهاتماګاندي ، لیلن، اتاترک، امان الله خان، امام خمیني ، ملک سعود ، زاید بن ال نهیان ، خان عبدالغفار خان، نلسن منډیلا
روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوب د عباداتو او تشريعي نظام په تکیف کې د فقهي اختلاف بلا لاملونه شته چې یو لامل یې دقراني علومو او دقرانکریم له ادبی صنعت سره دنابلدتیا پر اساس له قراني تعلیماتو سره د فقاهت د فرضیو نه پرتلنه او دعدم انطباق مسئله ده . چونکه دفقاهت په پرنسیپ ( اصول فقه)کې ټولو مجتهدینو کرامو رح بالاتفاق منلې ده چې دفقاهت لومړنی مصدر قراني منصوصات دي ، دویم سنت , درییم اجماع او څلورم یې قیاس دی ، پرعکس دفقاهت اتیا په سلو کې استدلال له احادیثو څخه دی اکثرمجتهدین هم محدثین و مګر مفسرین نه وو لکه امام احمد او امام مالک رح چې یوه یې په احادیثو کې مسند احمد او بل یی موطا مالک لیکلی دي . کله چې دفقاهت او د قرانی لایحه عمل ترمنځ تطابق ته راځو, نو یوشمېر مواردو کې د یو راز غیر مزئي توپیر احساس کوو . او اړکیږو چې اجتهادی احکام دقرانی احکامو سره د عدم انطباق له کبله فاقد اعتبار وګڼو او قرانی اسالیبو ته ترحېح ورکړو . په قرانکریم کې تشریعی احکامات پر دوه ډوله صیغو سره راغلي دي ، یو هغه احکام دي چې هغه محدود کړای شويدي او د بل معادل یا د تعویض احتمال نلري لکه لمونځ نو بلا استثناء پرهر مسلمان باندې دهغې اداکول حتمي دي او بل هغه احکامات دي چې دوه او یا تر دوه زیات احتمالات ولري نو ددې ډول احکامو په اداء کولو کې انسان دانتخاب اختیار لري. پدې اساس د احکاماتو د صدور له پاره هم قرانکریم دوه ډوله اسالیب کارولي دي یو د فرائضو مصطلح کاروي او بل ته د مکتوبات اصطلاح مثلا؛ سُورَةٌ النّور لومړی ایت کې وینو چې د فرض اصطلاح راغلې ده : سورة ددد أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (سوره نور 1) او بل ځای کې وایی : (یا ایها الذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون) 183البقره سد (کَتَبَ) کلمه د َ(فرَضَ) له کلمې سره په ترکیب( تورو) او مصدر دواړو کې توپیر لري او د قاعدې له مخې حسب معمول د مصدر توپیر دمعنی د توپیر مستلزم اوسي . پدې اساس (کَتَبَ) او َ(فرَضَ) دوه جلا مصطلحات دي اوجلا جلا معناوې افاده کوي ، البته که دواړه د یوې مبتدا او یوه خبر لرونکي کلام په سیاق کې په پرلپسې توګه راشي ، نو د ترادف ګڼلو له پاره یې منطق جوړېدای شي، خو په قرانکریم کې پر دوه لاملونو دغه دواړه مصطلحات یو د بل مترادف کلمات نشي ګڼل کېدای ، لومړی داچې ددې دواړومعنا یوه ګڼل د ترادف دقاعدې خلاف عمل دي یعنې دواړه په یوه کلام کې متصل نه دي راغلي چون ترادف داتصال متقاضي دی اودلته اتصال نشته دی۰ دویم لامل دادی چې په قرانکریم کې اصلاً ترادف نشته دی ځکه دا د خالق تبارک و تعالی کتاب دی هره کلمه یې د خالق تعالی دخاص حکمت پر اساس ځانګړې معنی او مفهوم افاده کوي البته د (کَتَبَ) کلمه د فرض پر معنی یوازې د ترادف په صورت کې درست بلل کېدایشي، که بلا توجیه اوبغیر دلالته یي معنی واحده و ګڼل شي ، نو بیا په نورو ډېرو مواردو کې ورسره حقیقي مفاهیم مسخ کیږي مثلا پدې مبارک ایت کې چې راغلی دی « وکل شئ احصیناه کتاباً » دا به دفرضیت په صورت کې څه ډول مفهوم افاده کړي؟ که دلته کتاباً د فرضیت پرمعنی وګڼل شي نو مؤمنان به په لوی حرج کې واقع شي پداسې حال کې چې دا د سنن الهي ایچابات نه دي ځکه سنن الهي په دین کې د «العسر» نفی کول او د «الیسر اثبات دی یعنی عدم حرج دی ( ماجعل علیکم فی الدین من حرج )(یریدالله بکم الیسری ولا یرید بکم العسرة )۰ قل یا عبادی الذین اسرفوا علی انفسهم لاتقنطوا من رحمت الله انّ الله یغفر الذنوب جمیعاً )(نبئ عبادی انّی انا الغفور الرحیم) )، وتقوى الإيمان حسب الاستطاعة {فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ} (التغابن 16) قال تعالى {لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاّوُسْعَهَا} (البقرة 233). دا او دېته ورته لسګونه نور موارد شته چې موږ ته سنن الهی پدغې حقیقی ډول راپېژني چې پر انسانانو باندې اساني لوروي او له مشقت څخه یې ژِغوري ۰نو دمکتوباتو او فرایضو مفاهیم که یوشان وګڼل شی بیا دسنن الهی سره په تضاد کې واقع کیږي ۰ هغه موارد چې دمکتوباتو پر صیغه مقرر کړای شویدی که دفرضیت ( الزامیت – حتمیت) درجه ورکړل شي نو بلاریب چې په لوی لاس په ستر حرج کې انسان واقع کوو مثلا ( کتب علیکم القصاص۰۰۰۰۰ کتب علیکم القتال ۰۰۰۰ کتب علیکم الصیام۰۰۰۰); دا ټول موارد دانسان دطبیعت او فطرت سره اړخ نه لګوي ځکه قصاص کېدل جنګ جګړې خون خرابه او نهاره وزځ تېرول دچا پر ځان نه لوریږي، ! دا کارونه که لازمی فرض وګرځول شي نو له امله یې انسان په لوی حرج کې واقع کیږي درحالیکه چې سنن الهي پر بندګانو د حرج تحمیلول نه ایجابوي او دحرج څخه د ژغورلو په موخه يې د انتخاب اختیار ته موضوع تفویض کړه ځکه یې په (کٌتِبَ) سره دهغې هدایات صادر کړل ۰ نو د الهی اسالیبو پر اساس د قرانی سیاق له مخې مکتوبات اوفرایض دوه جلا جلا حقیقتونه دي هم دمفاهیموله پلوه هم مصدر په لحاظ او هم دسنن الهي پر آًقتضآء ۰ .فلهذا هغه کتګوري احکام چې دفرضَ،( فریضة) یا د فرایضو په نورو ادواتو سره صادر شویدی، دهغې الزامیت حتمی دی او کوم احکامات چې د (کتب کتابا او مکتوبا ) ادواتو سره صادر شوی دی هغه د دوه یا د ګڼو احتمالاتو لرونکي دي او انسان ورڅخه د یوه احتمال په انتخاب کې مختار دی اما فرایضوکې انسان ته اختیار نه دی حاصل ، بلکې الزامیت دی پکې ، یعنې په مکتوباتو کې د اختیار عنصر موجود دی او په فرایضو کې د الزامیت او حتمیت عنصر شتون لري ځکه چې فرایض معدود و محدود دي یعنې په فرایضو کې محدودیت لازمی دی دا په حقیقت کې د قران عظیم الشان بلاغت دی، نه ترادف! . لاندې ایتونو کې دفرایضو دمحدودیت او معدودیت بېلګه واضح او جوته ده لکه قال تعالى (وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا (118) النساء (إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ
د خیبر تاریخي جرګه

د خیبر تاریخي جرګه Facebook Twitter LinkedIn لیک: محمد ایوب د خیبر تاریخي جرګه د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې د احمد شاه بابا له پېر سلګونه کلونه وروسته پښتانه په دې وتوانېدل، چې پر یوه ټغر راغونډ شي او د خپلو ورپېښو مسئلو د سولهییز حل لپاره سلا مشورې وکړي. دا ټول د ولسي رهبر منظور پشتین برکت دی، چې د پنجابي استعمار سترګو کې یې سترګې واچولې او د خپلو جایزو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړ. د زړونو رهبر دې رب د تور سترګو له شره په امان لري. دا چې د جرګو مرکو په کور (خیبر) کې د پښتنو جرګه روانه ده، نو غواړم ځینې هغه حیاتي غوښتنې دلته په ګوته کړم، چې که چیرې په جرګې کې پرې بحث وشي، نو اغېزناک به وي: 1- لرو پښتنو څخه پنجاب ملي هويت غصب کړی دی، دوی د خپل ملي هويت د اثبات لپاره باید د خپل ایالت نوم (ايالت افغانیه یا افغانیه صوبه) وټاکي. 2 -د پښتنو په ایالت کې باید د تعلیم تحصيل ژبه پښتو وي او د حجرې جومات او دفتر رسمي ژبه باید چې هم پښتو وي. 3- پښتانه ديو ټبر په توګه څانګړي اصول او ضوابط جرګه او ناغه، ننواتي او بخښنه، مشر کشر ميا ملا خان او ملک او…، لري چې د امنیت او سوکالۍ متضمن دي دغه اصیل پښتني لرغوني اصول کولای شي چې د پښتنو کور ته سوله او سوکالي راولي. د پنجاب اداره دې دپښتنو له سیمو پولیس او فوج وباسي. پښتانه پر قومي او ملي تړون سره خپله سیمه له هر غاصب او غلیم څخه ساتلی شي. 4-د دواړو برخو پښتنو پر وړاندې دې ويزې سیستم لغوه او دتګ راتګ دروازې دې پرانېستې پریږدي او د ویزې په نوم چې پر پښتنو کوم تجارت شروع دی، دغه دې فورا بند کړای شي. 5- د ټول پاکستان تعلیمي سیستم ته دې د ټیپو سلطان او مامد علي جناح په څېر پښتانه مشاهير ورشامل کړای شي. 6-دپښتنو سیمو د طبیعي اقتصادي سرچينو لکه اباسین سیند، تمباکو، ګاز او نورخام توکي لکه مالګه احجار کريمه (قیمتې کاڼې)او نورو منابعو څخه دګټې دټولشمولیت په بدل کې پښتنو ته د هغې انډول امتياز ورکړل شي. د بجلۍ له ټيکس دې معاف شي او د اشتغال ستونزه دې حل کړل شي 7-دافغانستان په کورنیو چارو کې دی لاسوهنه بنده کړای شي. 8- ټول ورک او لاپته پښتانه او بلوڅ دې بلا قید او شرک راخلاص او خپلو سیمو او کورونو ته ولیږل شي. 9- د پښتنو په ټولو سیمو کې دې په جنګې لېونو سپو او جنګې ډلو لکه لشکر طیبه، حزب المجاهدین وغیره پابندې ولګي. 10-د ډیورنډ د جبرې کرښې وخت هم پوره شوی، نور دې دغه منحوسه کرښه ونړول شي او لر او بر پښتانه دې سره په حقیقي معنو سره یو افغان شی
