دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

Facebook Twitter LinkedIn دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون لیکوال او لیکنه دټولنی د پرمختګ ، لارښوونی ډیرمهم عناصردی چې د ډیروبدلونونواوحتی دانقلابونه په راوستوکی یې دموثریت نه انکارنشی کیدی . لیکوال ټولنی ،بشریت اوانسان ته سعادت او دمثبت بدلون فکراونظریات وړاندی کوی دعلماووترمنځه د حقایقو په پیژندوکی د بحٍثونو زمینی برابروي چي د ډیرمهمواوعمده مطالبو،تیوریو، فلسفی اونویوفکرونو د منځ ته راتګ سبب ګرځی. خو دلیکوالانو لیکنی سل په سلوکي د سهوی اوخطا څخه هم خالی نه وی، اوکیدی شی د ډیرو ښومنل شویو لیکوالو په لیکنو کي داسی سهوی وشی چې د (فیل) نه په یوه ټکی (قیل) جوړکړی او اصل مطلب د خلکو په ذهنیت کی بل رنګه نقش شی. دا د یو ښه لوستونکی کاردی چې دا تفکیک وکولی شی اویوه لیکنه د یوه نقادپه تله وتلی . په دی باب زه د یو تاریخی یاداشت په برخه کی څوکرښی ستاسو حضورته وړاندی کووم خو مخکی له هغه دا خبره باید وکړم چی زه دتاریخی مطالبود لوستولویومینه وال یم. تاسی به دښاغلی ډاکترعبدالطیف (یاد) صاحب دنوم ،شخصیت ،لیکنو او خدمتونو سره اشنا یاست چي په اوسنی عصرکی یی د ډیرونورومعاصرو لیکوالو پشان پښتون او پښتوته دخدمت په لاره کی ډیر درانده ، متین او د قدروړګامونه پورته کړی دی چي دهرپښتون دپاره خاص ارزښت لری دا هغه ښاغلی دی چې په مستفیم اویاغیرمستفیم دهغه سترو پښتنو لیکوالواومفکرینود لیکنو، بحثونواو لیدنوڅخه متاثره شوی دی چي په خپل وخت کی يي د پښتواو پښتنو د را ویښولو، په علم اوعمل سنبالولو کي ډیرزیارونه او محرومیتونه ګاللی دی لکه : مرحوم محمدګل خان مهمند،مرحوم استادعلامه خادم ، مرحوم علامه حبیبې، مرحوم استاد بینوا، مرحوم مولانا رشاد ، مرحوم رشتین صاحب، مرحوم عبدالله بختانی خدمتګاراونورچی دوی د پښتوپالنی او پښتون ویښوونی د نهصت ددوری خلک وواواوس تول د الله پاک په حضورکی دی چې معاصرلیکوال یی کله ناکله په قدردانی کي لیکنی اویادونی کوی چې په لوستونکو بی تاثیره نه دی. په همدغه بنیاد ښاغلی یادصاحب د سترمبارزلیکوال اوسیاسی شخصیت مرحوم محمد حسن ولسمل صاحب د مړینی په یاد کی لاندی لیکنه د ۲۰۲۵ کال د اګست په دوهمه نیټه به خپلی فیسبوک پاڼه(بله ډیوه) کی خپره کړی وه چي کټ مټ یی رانقلووم: (شپږکلونه دمخه په همدی ننۍ ورځ د پښتو ژبی لیکوال، ژورنالیست، سیاست پوه، او ملی شخصیت ارواښادمحمد حسن ولسمل له دی فانی نړی نه سترګي پټی کړی.نوموړی د ظاهر خان د واکمنۍ د ولسواکۍ( دموکراسۍ)په لسیزه کی د ارواښادعلامه قیام الدین خادم سره یوځای د ( افغان ولس) په نامه اووه نیزه خپروله چې وروسته بیا یی همدغه اووه نیزه د(مجاهدولس) په نامه د مهاجرت او کډوالۍ په وخت کی په ناروی کی خپروله . نوموړی د یو شمیر کتابونو اوزیاتو سیاسی مقالولیکوال و. اروادی ښاده وی الله دی وبښی . دیادصاحب کور ودان چې د دووسترشخصیتونویاد یی په یوه لنډکۍ لیکنه کی کړی دی خو دا لنډه لیکنه زما له نظره لږغورغواړی او یاد صاحب ته مې ولیکل: سلامونه ښاغلی وروره ! ډیری ښکلی لیکنې کوي چې په ډیرذوق سره یی لولم . نن مې ستاسو دالیکنه د مرحوم ولسمل صاحب په باره کی ولوستله ، کور دی ودان چې د وطن ددووخدمتګارانویادموکړی دی خو زه پری پوه نشوم چې د (افغان ولس) اخباراو (مجاهدولس) اخبارترمنځه څه تړاوموجود دی ؟ تاسولیکلی : ( ښاغلی ولسمل د مرحوم خادم صاحب سره د افغان ولس جریده په ګډه خپروله او بیایی همدغه اخبارپه پیښورکی د مجاهد ولس په نامه خپراوه.) هیله کووم د زیاتی پوهاوی له پاره په دغه موضوع رڼا واچوېې ځکه دغه موضوع زمونږغوندی دمعاصرو، لیکوالو، محققینو،لوستونکواومطبوعاتی تاریخ دپاره نوی موضوع ده. درناوی ، ماڼیجن نشی اکست ۳/۲۰۲۵ زه ددغه جریان یو ژوندی تاریخ یم خصوصا د( افغان ولس) د جریدی ټول سوابق زما مونږ ترمخه تیرشوی دی. چې د (افغان ولس) جریدی او (مجاهد ولس) جریدی ترمنځه هیڅ ډول مستقیمه او یا غیرمستقیمه رابطه نشته اومرحوم علامه خادم صاحب هیڅ کله د مرحوم ولسمل صاحب سره یوځای کوم اخبار نه دی نشرکړی او نه هم په هغه وخت کی ددی خبری ضرورت محسوس شوی دی. خوسره له دی مې دځان سره مي فکروکړ چې د یاد صاحب نه یوه پوښتنه باید وکړم ممکن داسی کوم څه موجود وی چې زه به پری خبرنه یم خویاد صاحب راته داسی ځواب ولیکه چی کټ مټ یی رانقلوم : (ولس مل صاحب په پیښورکی دعه نوم ځکه بدل کړچې یوخوپه افعانستان روسانو تیری کړی واو له بلی خوا دپیښورپه څیرتنګ اوترینګلی ماحول او دتش په نامه اسلامی ګوندونوترمنځ د ملی مفکوری خاوندانوته ګرانه وه چې ژوند وکړی او بیا ملی خپروونۍ وکړی نود افغان ولس پرځای یي د مجاهد ولس نوم پری کیښود . دا زما نظر دی .) د یاد صاحب په دی لنډ پرګراف کی ډیری خبری دی او ډیری پوښتنی هم را پورته کیدی شی ، داسی ښکاری چې یاد صاحب په دی خبره ډیرټینګارلری چي د (افغان ولس) اخبارد مرحوم ولسمل صاحب ایجاد و نوځکه یی بیا په پیښورکی پورته دلایلوپربنا نوم ورته بدل کړدا خبره دغه دوو تاریخی جریدو په باب د حقیقت سره ډیرلوی تفاوت لری . ما ولیدل چې یاد صاحب په خپله خبره ډیرټینګ دی نو په لاندی ډول مې ورته د ډواړواخبارونوپه باب مفصل معلومات ولیکل چې که قناعت یی حاصل شی او دا جمله چي : ( مرحوم ولسمل صاحب د مرحوم خادم صاحب سره په ګډه یوخای یو اخبارد ( افغان ولس) په نامه خپراوه اصلاح کړی. داځل مې یاد صاحب ته د دقیقواوموثقو معلوماتوپربنا په تفصل سره داسی ولیکل : ( ډیره مننه کووم چې زما دلیکنی لنډ ځواب مو ولیکه . غواړم ستاسو توجه څوټکوته راوګرزووم چې تاریخی اشتباهات له منځه ولاړ شی او د شخصیتونوپه شخصی تاریخ کی اینده نسلونوته صحیح او دقیق معلومات وړاندی شی. د افغان ولس جریده هغه وخت راووتله چې د افغان ملت ګوند مرکزی کمیټی غړو پرمرحوم علام محمدخان فرهاد پاپا قوی نیوکي درلودی چي د اوږدو بحثونو وروسته د ګوند د مرکزی کمیټی زیات غړی د فرهاد صاحب نه جلا شول ( دا اوږد تاریخی او ګوندی مبحث دی چې جزیاتو نه یی ډډه کووم ) او دافغان ولس تر نامه لاندی یی بل حرکت پیل کړچې مسول مدیریی د ویښ زلمیانو دګوند پځوانی غړی د