دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون

Facebook Twitter LinkedIn دداکترصاحب یاد د یوی تاریخی لیکنې سمون لیکوال او لیکنه دټولنی د پرمختګ ، لارښوونی ډیرمهم عناصردی چې د ډیروبدلونونواوحتی دانقلابونه په راوستوکی یې دموثریت نه انکارنشی کیدی . لیکوال ټولنی ،بشریت اوانسان ته سعادت او دمثبت بدلون فکراونظریات وړاندی کوی دعلماووترمنځه د حقایقو په پیژندوکی د بحٍثونو زمینی برابروي چي د ډیرمهمواوعمده مطالبو،تیوریو، فلسفی اونویوفکرونو د منځ ته راتګ سبب ګرځی. خو دلیکوالانو لیکنی سل په سلوکي د سهوی اوخطا څخه هم خالی نه وی، اوکیدی شی د ډیرو ښومنل شویو لیکوالو په لیکنو کي داسی سهوی وشی چې د (فیل) نه په یوه ټکی (قیل) جوړکړی او اصل مطلب د خلکو په ذهنیت کی بل رنګه نقش شی. دا د یو ښه لوستونکی کاردی چې دا تفکیک وکولی شی اویوه لیکنه د یوه نقادپه تله وتلی . په دی باب زه د یو تاریخی یاداشت په برخه کی څوکرښی ستاسو حضورته وړاندی کووم خو مخکی له هغه دا خبره باید وکړم چی زه دتاریخی مطالبود لوستولویومینه وال یم. تاسی به دښاغلی ډاکترعبدالطیف (یاد) صاحب دنوم ،شخصیت ،لیکنو او خدمتونو سره اشنا یاست چي په اوسنی عصرکی یی د ډیرونورومعاصرو لیکوالو پشان پښتون او پښتوته دخدمت په لاره کی ډیر درانده ، متین او د قدروړګامونه پورته کړی دی چي دهرپښتون دپاره خاص ارزښت لری دا هغه ښاغلی دی چې په مستفیم اویاغیرمستفیم دهغه سترو پښتنو لیکوالواومفکرینود لیکنو، بحثونواو لیدنوڅخه متاثره شوی دی چي په خپل وخت کی يي د پښتواو پښتنو د را ویښولو، په علم اوعمل سنبالولو کي ډیرزیارونه او محرومیتونه ګاللی دی لکه : مرحوم محمدګل خان مهمند،مرحوم استادعلامه خادم ، مرحوم علامه حبیبې، مرحوم استاد بینوا، مرحوم مولانا رشاد ، مرحوم رشتین صاحب، مرحوم عبدالله بختانی خدمتګاراونورچی دوی د پښتوپالنی او پښتون ویښوونی د نهصت ددوری خلک وواواوس تول د الله پاک په حضورکی دی چې معاصرلیکوال یی کله ناکله په قدردانی کي لیکنی اویادونی کوی چې په لوستونکو بی تاثیره نه دی. په همدغه بنیاد ښاغلی یادصاحب د سترمبارزلیکوال اوسیاسی شخصیت مرحوم محمد حسن ولسمل صاحب د مړینی په یاد کی لاندی لیکنه د ۲۰۲۵ کال د اګست په دوهمه نیټه به خپلی فیسبوک پاڼه(بله ډیوه) کی خپره کړی وه چي کټ مټ یی رانقلووم: (شپږکلونه دمخه په همدی ننۍ ورځ د پښتو ژبی لیکوال، ژورنالیست، سیاست پوه، او ملی شخصیت ارواښادمحمد حسن ولسمل له دی فانی نړی نه سترګي پټی کړی.نوموړی د ظاهر خان د واکمنۍ د ولسواکۍ( دموکراسۍ)په لسیزه کی د ارواښادعلامه قیام الدین خادم سره یوځای د ( افغان ولس) په نامه اووه نیزه خپروله چې وروسته بیا یی همدغه اووه نیزه د(مجاهدولس) په نامه د مهاجرت او کډوالۍ په وخت کی په ناروی کی خپروله . نوموړی د یو شمیر کتابونو اوزیاتو سیاسی مقالولیکوال و. اروادی ښاده وی الله دی وبښی . دیادصاحب کور ودان چې د دووسترشخصیتونویاد یی په یوه لنډکۍ لیکنه کی کړی دی خو دا لنډه لیکنه زما له نظره لږغورغواړی او یاد صاحب ته مې ولیکل: سلامونه ښاغلی وروره ! ډیری ښکلی لیکنې کوي چې په ډیرذوق سره یی لولم . نن مې ستاسو دالیکنه د مرحوم ولسمل صاحب په باره کی ولوستله ، کور دی ودان چې د وطن ددووخدمتګارانویادموکړی دی خو زه پری پوه نشوم چې د (افغان ولس) اخباراو (مجاهدولس) اخبارترمنځه څه تړاوموجود دی ؟ تاسولیکلی : ( ښاغلی ولسمل د مرحوم خادم صاحب سره د افغان ولس جریده په ګډه خپروله او بیایی همدغه اخبارپه پیښورکی د مجاهد ولس په نامه خپراوه.) هیله کووم د زیاتی پوهاوی له پاره په دغه موضوع رڼا واچوېې ځکه دغه موضوع زمونږغوندی دمعاصرو، لیکوالو، محققینو،لوستونکواومطبوعاتی تاریخ دپاره نوی موضوع ده. درناوی ، ماڼیجن نشی اکست ۳/۲۰۲۵ زه ددغه جریان یو ژوندی تاریخ یم خصوصا د( افغان ولس) د جریدی ټول سوابق زما مونږ ترمخه تیرشوی دی. چې د (افغان ولس) جریدی او (مجاهد ولس) جریدی ترمنځه هیڅ ډول مستقیمه او یا غیرمستقیمه رابطه نشته اومرحوم علامه خادم صاحب هیڅ کله د مرحوم ولسمل صاحب سره یوځای کوم اخبار نه دی نشرکړی او نه هم په هغه وخت کی ددی خبری ضرورت محسوس شوی دی. خوسره له دی مې دځان سره مي فکروکړ چې د یاد صاحب نه یوه پوښتنه باید وکړم ممکن داسی کوم څه موجود وی چې زه به پری خبرنه یم خویاد صاحب راته داسی ځواب ولیکه چی کټ مټ یی رانقلوم : (ولس مل صاحب په پیښورکی دعه نوم ځکه بدل کړچې یوخوپه افعانستان روسانو تیری کړی واو له بلی خوا دپیښورپه څیرتنګ اوترینګلی ماحول او دتش په نامه اسلامی ګوندونوترمنځ د ملی مفکوری خاوندانوته ګرانه وه چې ژوند وکړی او بیا ملی خپروونۍ وکړی نود افغان ولس پرځای یي د مجاهد ولس نوم پری کیښود . دا زما نظر دی .) د یاد صاحب په دی لنډ پرګراف کی ډیری خبری دی او ډیری پوښتنی هم را پورته کیدی شی ، داسی ښکاری چې یاد صاحب په دی خبره ډیرټینګارلری چي د (افغان ولس) اخبارد مرحوم ولسمل صاحب ایجاد و نوځکه یی بیا په پیښورکی پورته دلایلوپربنا نوم ورته بدل کړدا خبره دغه دوو تاریخی جریدو په باب د حقیقت سره ډیرلوی تفاوت لری . ما ولیدل چې یاد صاحب په خپله خبره ډیرټینګ دی نو په لاندی ډول مې ورته د ډواړواخبارونوپه باب مفصل معلومات ولیکل چې که قناعت یی حاصل شی او دا جمله چي : ( مرحوم ولسمل صاحب د مرحوم خادم صاحب سره په ګډه یوخای یو اخبارد ( افغان ولس) په نامه خپراوه اصلاح کړی. داځل مې یاد صاحب ته د دقیقواوموثقو معلوماتوپربنا په تفصل سره داسی ولیکل : ( ډیره مننه کووم چې زما دلیکنی لنډ ځواب مو ولیکه . غواړم ستاسو توجه څوټکوته راوګرزووم چې تاریخی اشتباهات له منځه ولاړ شی او د شخصیتونوپه شخصی تاریخ کی اینده نسلونوته صحیح او دقیق معلومات وړاندی شی. د افغان ولس جریده هغه وخت راووتله چې د افغان ملت ګوند مرکزی کمیټی غړو پرمرحوم علام محمدخان فرهاد پاپا قوی نیوکي درلودی چي د اوږدو بحثونو وروسته د ګوند د مرکزی کمیټی زیات غړی د فرهاد صاحب نه جلا شول ( دا اوږد تاریخی او ګوندی مبحث دی چې جزیاتو نه یی ډډه کووم ) او دافغان ولس تر نامه لاندی یی بل حرکت پیل کړچې مسول مدیریی د ویښ زلمیانو دګوند پځوانی غړی د

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوب په دې شپو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې دا پوښتنه د بحثونو محور ته راغلې ده، چې  پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟ ددې پوښتنې په تړاو مختلفې عالمانه او جاهلانه تبصرې مخې ته راغلې، خو په دې اړوند تر ټول مهمه خبره، چې پر دا راز پوښتنو د بطلان کرښه راکاږي، هېڅ چا ونه شاربله. زموږ دا بحث پر همدغې ناشاربلې نکتې متمرکز دی او له دې زاویې د درود و سلام  (الصلاة والسلام علی النبیص )  د ارزښت او الزامیت ترڅنګ د هغې  اړتیا او وړتیا تر منځ د بیلانس ارزونه ده  . د بحث د مقدمې په توګه خپله مدعا د ادّعا پر بڼه مطرحو هغه داسې چې : ۱ –  د درود شریف په ایصال ثواب کې پر تشکیک او ګومانونو مبتني پوښتنې د انساني فطرت خلاف پوښتنې دي او هر راز فکر او عمل چې له انساني فطرت سره مخالف وي هغه باطل دی، ځکه اسلام د فطرت دین دی (فأقم وجهک للدین حنیفا فطرة الله التی فطر النّاس علیها لا تبدیل لخلق الله و ذالک دین القیم ولکنّ اکثر الناّاس لایعلمون . الرّوم ۳۰ )د معاصرو انسانانو جمعي عقل دا خبره تسلیم کړې ده، چې د اسماني ادیانو په شمول  ټول سیاسي،  فلسفي، روحاني او ساېنسي مکتبونه هر یو جلا مخاطبین او ځانګړي شعارونه او شعایر لري . اسلام هم د دیني مکتب په حیث  عام او خاص دوه ډوله مخاطبین لري عام مخاطبین یې ټول بشریت دی او خاص مخاطبین یې مؤمنان دی همدا راز شعار یې توحید او شعایر یې مختلف دي، چې یو له دغو شعایرو څخه پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندې درود او سلام ویل دي، چې پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلّم درود او سلام ویل داسلام دلیدلوری پر اساس د شکر اداء کولو تر ټولو غوره بېلګه داسلام له شعایرو څخه ګڼل کیږي . دا چې   پر رسول اعظم ( صلی الله علیه افضل الصلواة والتسلیمات) باندې درود او سلام ویل رسول الله (علیه افضل الصلوات والتسلیمات) ته او که د درود ویونکیو ته؟ موږ دیادې پوښتنې د اهمال د اثبات په موخه د هغې د فطري حیثیت لنډ جاج اخلو ! ۱ –  ټول بشریت ولو که پر هر دین ګروهمن اوسي به خو پر دغې یوې موضوع کې بالاتفاق یو ډول رایه او نظر لري، چې  له دینی متونو او تصریحاتو څخه د انسانانو د فهم او درک سطحه متفاوته ده  بلکې او د فهم سطحې توپیرونه لري په هره زمانه کې د خلکو د درک او فهم هنداره د هغوی ټولنیز معارف او عرفان دی . د تېرو امتونو او اسلافو د عرفاني وضعیت څېړل زموږ د موضوع په محتوا کې نه دي شامل (تلک امة قد خلت لهم ماکسبت ولکم ما کسبتم ولا تسئلون عمّا کانو یعملون. /    )) نو په دې اړه که هر کله او هر راز بحث مطرح کیږي،  د هماغې زماني مقطع دعرفان او معارف په رڼا کې پرې بحث ممکن او اغیزمن دی  . معاصر انسان چې له کله نه  له سوشل میډیا سره نږدې اړیکي رامنځ ته کړي دي، نو له هماغې شېبې رانیولې بیا تر ننه موږ وینو چې انسانان یو بل ته د تعاون او تعامل له کبله د شکران مراتب د ټولنیزو شبکو له لارې وړاندې کوي، یعنې  د نورو د احساناتو شکران په همد کانالونو کې اداء کوي .  دا د بشري فطرت مشترک فرهنګ دی، چې انسان د احسان تابع دی (الانسان تابع الاحسان) په دې اساس وینو چې د تعاون اړوند پیغامونو څخه رانیولې تر سیاسي ، ټولنیزو علمي او تخنیکي نوښتونو  او د مرستو او تعاون په پآیله کې د شکران، مننې او تبریکي پیغامونه  د ټولنیزو شبکو یوه دایمي فکتور ګرځېدلی دی ، آن دا چې د فردي انځورونو خپرول او په کمنتونو کې د هغې تشریفاتي ستاینې کیږي همدا فطرت دی او د معاصر بشري تهذیب فعال اړخ دی. همدا راز د معاصر عرفان یوه بله دایمي زاویه دتاریخ د مشاهیرو او اسلافو یادغونډې او په دغو غونډو کې د هغوی مبارزو ته  د عقیدت پېرزونې وړاندې کول دي ، ستاینې او منظومې او منثورې  مدحې او هجوې هم  له همدې لارې تبادله کیدې .  په افغانستان کې موږ دغه مسئله آن په اقوامو او پرګنو کې هم  له ورایه احساسولی شو. موږ د غازي امان الله خان ، ستر احمد  خان میرویس خان، خوشال خان و امثالهم په اړه علمي سیمنارونه ، مشاعرې و یادغونډې نیول کیږي او ښوونځي ، روغتونونه، سړکونه، پآرکونه اوامثالهم یې په نامه نومول شوي دي لکه وزیر اکبر خان مېنه ، خوشال خان مېنه ، رحمان مېنه ، طره باز خان څلور لارې ، حاجی یعقوب څلور لارې، ده  مزنګ، قلعه خیاط، قلعه وکیل ، قلعه خاطر، قلعه زمانخان، کاریز دریاخان، چهاراهی شهید او…. دا انساني فطرت دی په دې کې دا مطرح نه ده، چې ایا د وزیراکبر خان پر نامه د کابل د زړه نومول به د نوموړي اروا ته ګټه او فایده وکړي او که زیان ، خو د هغوی د علمي او سیاسي مبارزو په پاس داحساناتو یو ډول شکران اداء کوي، مګر دوی کله هم له ځانونوونه پوښتل چې د خپلو اسلافو مدحې ویل او یا یې سیمې او ځایونه پر نومونو باندې نومول هغوی ته څه ګټه رسولی شي ؟ او یا د خپلو مړو شویو اسلافو مدحه کول دوی ته څه ګټه رسولای شي؟ دا ځکه چې دوی اصلا د هغوی د کردار احسانمند دي او د احسان په بدل کې له احسان کوونکي څخه مننه کول او د هغه کردار ستایل د انسان فطرت دی له امله یې د ګټې وټې پوښتنې ته اړتیا نه محسوسوي، ځکه چې ددې کار له فطرت سره اړیکه بذاته پخپله د ټولو پوښتنو ځواب دی، نو عین فرمول په درود او سلام کې هم منطبق دی او عین پآیله باید ولري داسې نشي کېدای چې د مهاتماګاندي ، لیلن، اتاترک، امان الله خان، امام خمیني ، ملک سعود ، زاید بن ال نهیان ، خان عبدالغفار خان، نلسن منډیلا

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار Facebook Twitter LinkedIn لیکنه: محمد ایوب د عباداتو او تشريعي نظام په تکیف کې د فقهي اختلاف بلا لاملونه شته چې یو لامل یې دقراني علومو او دقرانکریم له ادبی صنعت سره دنابلدتیا پر اساس له قراني تعلیماتو سره د فقاهت  د فرضیو نه پرتلنه  او دعدم انطباق مسئله ده . چونکه دفقاهت په پرنسیپ ( اصول فقه)کې ټولو مجتهدینو کرامو رح بالاتفاق منلې ده چې دفقاهت لومړنی مصدر قراني منصوصات دي ، دویم سنت , درییم اجماع او څلورم یې قیاس دی ، پرعکس دفقاهت اتیا په سلو کې استدلال له احادیثو څخه دی اکثرمجتهدین هم محدثین و مګر مفسرین نه وو لکه امام احمد او امام مالک رح چې یوه یې په احادیثو کې مسند احمد او بل یی موطا مالک لیکلی دي . کله چې دفقاهت او د قرانی لایحه عمل ترمنځ تطابق ته راځو, نو یوشمېر مواردو کې د یو راز غیر مزئي توپیر احساس کوو . او اړکیږو چې اجتهادی احکام دقرانی احکامو سره د عدم انطباق له کبله فاقد اعتبار وګڼو او قرانی اسالیبو ته ترحېح ورکړو . په قرانکریم کې تشریعی  احکامات پر دوه ډوله صیغو سره راغلي دي ، یو هغه احکام دي چې هغه محدود کړای شويدي او د بل معادل یا د تعویض احتمال نلري لکه لمونځ نو بلا استثناء پرهر مسلمان باندې دهغې اداکول حتمي دي او بل هغه احکامات دي چې دوه او یا تر دوه زیات احتمالات ولري نو ددې ډول احکامو په اداء کولو کې  انسان دانتخاب اختیار لري.  پدې اساس د احکاماتو د صدور  له پاره هم قرانکریم دوه ډوله اسالیب کارولي دي یو د فرائضو مصطلح کاروي او بل ته د مکتوبات اصطلاح مثلا؛ سُورَةٌ النّور لومړی ایت کې وینو چې د فرض اصطلاح راغلې ده : سورة ددد أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (سوره نور 1) او بل ځای کې وایی : (یا ایها الذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون) 183البقره سد (کَتَبَ)  کلمه  د َ(فرَضَ) له کلمې سره په ترکیب( تورو) او مصدر دواړو کې توپیر لري او د قاعدې له مخې حسب معمول د مصدر توپیر دمعنی د توپیر مستلزم اوسي . پدې اساس (کَتَبَ)  او َ(فرَضَ) دوه جلا مصطلحات دي اوجلا جلا معناوې افاده کوي ، البته که دواړه د یوې مبتدا او یوه خبر لرونکي کلام په سیاق کې په پرلپسې توګه راشي ، نو د ترادف ګڼلو له پاره یې منطق جوړېدای شي، خو په قرانکریم کې پر دوه لاملونو دغه دواړه مصطلحات یو د بل مترادف کلمات نشي  ګڼل کېدای ، لومړی داچې ددې  دواړومعنا یوه ګڼل د ترادف دقاعدې خلاف عمل دي یعنې دواړه په یوه کلام کې متصل نه دي راغلي چون ترادف داتصال متقاضي دی اودلته اتصال نشته دی۰  دویم لامل دادی چې په قرانکریم کې اصلاً ترادف نشته دی ځکه دا د خالق تبارک و تعالی کتاب دی هره کلمه یې د خالق تعالی دخاص حکمت پر اساس ځانګړې معنی او مفهوم افاده کوي  البته  د (کَتَبَ)  کلمه د فرض پر معنی یوازې د ترادف په صورت کې درست بلل کېدایشي، که بلا توجیه اوبغیر دلالته یي معنی واحده و ګڼل شي ، نو بیا په  نورو ډېرو مواردو کې ورسره حقیقي مفاهیم مسخ کیږي  مثلا پدې مبارک  ایت کې چې راغلی دی « وکل شئ احصیناه کتاباً » دا به دفرضیت په صورت کې  څه ډول مفهوم افاده کړي؟ که دلته کتاباً د فرضیت پرمعنی وګڼل شي نو مؤمنان به په لوی حرج کې واقع شي پداسې حال کې چې دا د سنن الهي ایچابات نه دي ځکه سنن الهي په دین کې د «العسر» نفی کول او د «الیسر اثبات دی  یعنی عدم حرج دی (  ماجعل علیکم فی الدین من حرج )(یریدالله بکم الیسری ولا یرید بکم العسرة )۰ قل یا عبادی الذین اسرفوا علی انفسهم لاتقنطوا من رحمت الله انّ الله یغفر الذنوب جمیعاً )(نبئ عبادی انّی انا الغفور الرحیم) )، وتقوى الإيمان حسب الاستطاعة {فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ} (التغابن 16)  قال تعالى {لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاّوُسْعَهَا} (البقرة 233). دا او دېته ورته لسګونه نور موارد شته چې موږ ته سنن الهی پدغې حقیقی ډول راپېژني چې پر انسانانو باندې اساني لوروي او له مشقت څخه یې ژِغوري ۰نو دمکتوباتو او فرایضو مفاهیم که یوشان وګڼل شی بیا دسنن الهی سره په تضاد کې واقع کیږي ۰ هغه موارد چې دمکتوباتو پر صیغه مقرر کړای شویدی که دفرضیت ( الزامیت – حتمیت) درجه ورکړل شي نو بلاریب چې په لوی لاس په  ستر حرج کې انسان واقع کوو مثلا ( کتب علیکم القصاص۰۰۰۰۰ کتب علیکم القتال ۰۰۰۰ کتب علیکم الصیام۰۰۰۰); دا ټول موارد دانسان دطبیعت او فطرت سره اړخ نه لګوي ځکه قصاص کېدل جنګ جګړې خون خرابه او نهاره وزځ تېرول دچا پر ځان نه لوریږي،  ! دا کارونه که لازمی فرض وګرځول شي  نو له امله یې انسان په لوی  حرج کې واقع کیږي درحالیکه چې سنن الهي پر بندګانو د حرج  تحمیلول نه ایجابوي او دحرج څخه د ژغورلو په موخه يې د انتخاب اختیار ته موضوع تفویض کړه ځکه یې  په (کٌتِبَ)  سره دهغې هدایات صادر کړل ۰ نو د الهی اسالیبو پر اساس د قرانی سیاق له مخې مکتوبات اوفرایض دوه جلا جلا حقیقتونه دي هم دمفاهیموله پلوه هم مصدر په لحاظ او هم دسنن الهي پر آًقتضآء ۰ .فلهذا هغه کتګوري احکام چې دفرضَ،( فریضة) یا د فرایضو په نورو ادواتو سره صادر شویدی،  دهغې الزامیت حتمی دی او کوم احکامات چې د (کتب کتابا او مکتوبا ) ادواتو سره صادر شوی دی هغه د دوه یا د ګڼو احتمالاتو لرونکي دي او انسان ورڅخه د یوه احتمال په انتخاب کې مختار دی اما فرایضوکې انسان ته اختیار نه دی حاصل ، بلکې الزامیت دی پکې ، یعنې په مکتوباتو کې د اختیار عنصر موجود دی او په فرایضو کې د الزامیت او حتمیت عنصر شتون لري ځکه چې فرایض معدود و محدود دي یعنې په فرایضو کې  محدودیت لازمی دی دا په حقیقت کې د قران عظیم الشان بلاغت دی، نه ترادف! . لاندې ایتونو کې دفرایضو دمحدودیت او معدودیت بېلګه واضح او جوته ده لکه قال تعالى (وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا (118) النساء (إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ

د خیبر تاریخي جرګه

د خیبر تاریخي جرګه Facebook Twitter LinkedIn  لیک: محمد ایوب د خیبر تاریخي جرګه د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې د احمد شاه بابا له پېر سلګونه کلونه وروسته پښتانه په دې وتوانېدل، چې پر یوه ټغر راغونډ شي او د خپلو ورپېښو مسئلو د سوله‌ییز حل لپاره سلا مشورې وکړي. دا ټول د ولسي رهبر منظور پشتین برکت دی، چې د پنجابي استعمار سترګو کې یې سترګې واچولې او د خپلو جایزو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړ. د زړونو رهبر دې رب د تور سترګو له شره په امان لري. دا چې د جرګو مرکو په کور (خیبر) کې د پښتنو جرګه روانه ده، نو غواړم ځینې هغه حیاتي غوښتنې دلته په ګوته کړم، چې که چیرې په جرګې کې پرې بحث وشي،  نو اغېزناک به وي: 1- لرو پښتنو څخه پنجاب ملي هويت غصب کړی دی، دوی د خپل ملي هويت د اثبات لپاره باید د خپل ایالت نوم (ايالت افغانیه یا افغانیه صوبه) وټاکي. 2 -د پښتنو په ایالت کې باید د تعلیم تحصيل ژبه  پښتو وي او د حجرې جومات او دفتر رسمي ژبه باید چې هم پښتو وي. 3- پښتانه ديو ټبر په توګه څانګړي اصول او ضوابط جرګه او ناغه، ننواتي او بخښنه، مشر کشر ميا ملا خان او ملک او…، لري چې د امنیت او سوکالۍ متضمن دي دغه اصیل پښتني لرغوني اصول کولای شي چې د پښتنو کور ته سوله او سوکالي راولي. د پنجاب اداره دې دپښتنو له سیمو پولیس او فوج وباسي. پښتانه پر قومي او ملي تړون سره خپله سیمه له هر غاصب او غلیم څخه ساتلی شي. 4-د دواړو برخو پښتنو پر وړاندې دې ويزې سیستم لغوه او دتګ راتګ دروازې دې پرانېستې پریږدي  او د ویزې په نوم چې پر پښتنو کوم تجارت شروع دی، دغه دې فورا بند کړای شي. 5- د ټول پاکستان تعلیمي سیستم ته دې د ټیپو سلطان او مامد علي جناح  په څېر پښتانه مشاهير ورشامل کړای شي. 6-دپښتنو سیمو د طبیعي اقتصادي سرچينو لکه اباسین سیند، تمباکو، ګاز او نورخام توکي لکه مالګه احجار کريمه (قیمتې کاڼې)او نورو منابعو څخه دګټې دټولشمولیت په بدل کې پښتنو ته د هغې انډول امتياز ورکړل شي. د بجلۍ له ټيکس دې معاف شي او د اشتغال ستونزه دې حل کړل شي 7-دافغانستان په کورنیو چارو کې دی لاسوهنه بنده کړای شي. 8- ټول ورک او لاپته پښتانه او بلوڅ دې بلا قید او شرک راخلاص او خپلو سیمو او کورونو ته ولیږل شي. 9- د پښتنو په ټولو سیمو کې دې په جنګې لېونو سپو او جنګې ډلو لکه لشکر طیبه، حزب المجاهدین وغیره پابندې ولګي. 10-د ډیورنډ د جبرې کرښې وخت هم پوره شوی، نور دې دغه منحوسه کرښه ونړول شي او لر او بر پښتانه دې سره په حقیقي معنو سره یو افغان شی

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاو

دلوې لوبې استمراریا نوي پړاواکتوبر۱۹/۲۰۲۴ تورونت Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹ پړې کی په اسیا کی د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول            یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو    دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې  شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو.    زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. –   د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول  او داسی ډ‌یرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی.       په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده .    د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه  زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری.               په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی:  چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د  ( قرضی

روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی

روښان خادم جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣ زلفی Facebook Twitter LinkedIn چي په خیال کی شم راګیر دیار د زلفوغوسوی مي زړه هر دم هر تار د زلفودا زما زړګی د مینی خزانه دهپه سینه مې خوب کوی خامار د زلفوعشق د یار زما زړګی زری زری کړتری به جوړ کړمه امیل د یار دزلفوپه کراره شه پری تیر د سهر بادهچی زخمې نه کړی دیار کوم تار دزلفومهرویان چې ساده زړونه پکښی نیسیغوړولي ده دا لومه یار دزلفو دا هم دَ افاق خپریدو په اړه دمبارکی په یوی تحفی ومنئ

روښان خادم/ټورنټو

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn راشی زما د بیګله شپی د فکرونو یوه برخه ددیموکراسی په باب درسره شریکه کړم . ددیموکراسی کل مه ، معنی او تعریف ډیر ښکلی دی خو په حقیقت کی یو سیاسی سراب باندی بدل شوی چی وروسته پاتی هیوادونه ورپسی ځغلی . زه د خپلو فکرونو او چرتونو په نتیجه کی دی نتیجی ته ورسیدم چی دا ایدیالی مفکوره مخ په معدومیدو ده او نور د ملکونو او نړی دپاره په درد نه خوری او جهان د یوی نوی ایدیولوژی او مفکوری په درشل کی دی او بله فلسفه او بله لار به پرانستل کیږی خو دا چی څومره وخت به ونیسی معلومه نه ده. د تش په نامه دیموکراسی اصلیت او مالکیت نن د امریکا په لاس او صلاحیت کی دی او د امریکا د رضایت نه بغیر هیڅ ملک نشی توانیدی چی خپله دی ځانته دیموکراسی جوړه کړی چی زه ورته (ملی دیموکراسی ) وایم هغه تعریف چی پخوانیو د ملی دیموکراسی په باب کړی دی په هغه زه کار نه لرم. ما مخکی وویل چی دیموکراسی د امریکا ملکیت دی په دی معنی چی د امریکا په یو سیاسی فرانچایز Franchis بدل شوی لکه د مکدونالد رستورانت چی مالکیت یی د یو شخص سره دی هر څوک چی وغواړی دا رستورانت خلاص کړی باید مالک ته یی درخواست ورکړی که د مکدونلد شرایط یی بوره کړه نو دیو قیمت او دمک دونالد د شرایطو قبلولو په مقابل کی ورته اجازه ورکول کیږی. زما له نظره دیمکوکراسی همدا بڼه غوره کړی ده. په غرب کی ددیموکراسی په نامه فقط (وټ) یعنی رای ورکول هغه هم د قدرت د خاوندانو په ګټه موجود اوباقی پاتی دی نور هر جز بدل دی څو کلونه وړاندی چی زه په پیښور کی وکیل نجار وم زما سره یی مامور وچی کله کله به یی بحثونه کوول یوه ورځ یی وویل (د نړی د ټولو سیاسی فلسفو او تیوریو کی بد ترینه فلسفه او تیوری دیموکراسی ده) دا خبره ماته ډیره ستغه معلومه شوه او پوښتنه مي تری وکړه چی ولی؟ په ځواب کی یی راته وویل   رای ګیری،  اکثریت او اقلیت هغه دوه عمده شیان دی چی د قدرت دلاس ته راوړلو دپاره پکاریږی او دا یی بدترینه برخه ده ځکه هر ثروتمن د نه سړی زوی به د پیسو په زور رای واخلی او په یو ملت به حاکمیت کوی. ) دا یو ستر حقیقت دی چی ما د بو غیرسیاسی عادی شخص څخه واوریده. چی د ثبوت مثالونه یی زمونږ په ملک کی ډیر دی ایاپه فرانسه کی په اسلامی حجاب بندیز، او داسی نور مثالونه کومه دیموکراسی ده ؟   بنا هر ملک مجبور دی چی د امریکا څخه یی امتیاز د یو قیمت په بدل کی تر لاسه کړی هغه ملکونو چی خپل ځانته یی د خپلی دیموکراسۍ د جوړولو اقدام کړی نتیجه یی په ټوله نړی کی منفی مثالونه لری چی د مختلفو دلایلو د ایجاد ترڅنګه د هغه ملکونو تباهی یی رامنځ ته کړی ده خو ددی فرانچایز د امتیاز اخیستو په مقابل کی د امریکا اطاعت د ملک د ملی ګټو او ثروت امتیازات  فرهنګی او ملی ارزښتونو به پدله کی ورکوی په خلاصه کی داسی ویلای شم چی دښکلی دیموکراسیۍ څهره او ماهیت بدل شوی د استعماری اهدافو او قدرت دلاس ته راوړلو وسیله ګرزیدلی لکه ادیان چی د حکومت، قدرت او انحصارګری د لاس ته راوړلو وسیله شوی ده د نړی سیاسی فلاسفه په دی خبره پوهیږی او د نوی لار په لټولو پسی به وی ترڅو نړی د جنګ او جګړی څخه وساتی یوه انسانی داسی ټولنی دپاره لار پیدا کړی چی د بشر د سوکالی، امنیت، مصونیت، متضمنه او ددیموکراسی ځای ناستی شی . دیموکراسۍپه مخه دی ښه

لیکوال: روښان خادم

لیکوال: روښان خادم Facebook Twitter LinkedIn په ۱۹مه پېړې کی په اسیا کې د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول  یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو    دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې  شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو.    زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. –   د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول  او داسی ډ‌یرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی.       په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده .    د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی. اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی . د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه  زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری.               په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ. چین په افغانستان کی:  چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د  ( قرضی لومې دیپلوماسی) ورته ویلی شو.

انجنیر امین ظریف

انجنیر امین ظریف Facebook Twitter LinkedIn زموږ تر پښو لاندې ځمکه که موږ ته یو عادي اواره او ثابته  سطحه ښکاري خو په حقیقت دا په حرکت یوه خاکي کُره ده . د ځمکې په اړه داسې فکر وکړﺉ لکه پوستکی، تر هغه لاندې غوښه او د غوښې لاندې زرګونه نورې برخې دي، چې راسپړل یې یوه نړۍ علم ته اړتیا ده .  د ځمکی د پوستکي ډبلوالی  په وچه کې له دېرشو نه تر څلویښتو کیلومیتر پورې رسیږي، خو د همدی پوستکي ډبلوالی په سمندرنو کې تر سلو اوړي . کله چې په یوه سیمه کې زلزله پيښیږي، وروستي شاکونه یا ټکانونه یې کیدای شي تر دوو کالو پورې دوام وکړي. ‎د میتا فزیک علم وایي:  وروسته (شاک ) یا ټکان   څه شی دی؟ ‎ تر هرې زلزلې وروسته، انرژي لاهم خوشې کیږي، مګر د هغې اندازه په تدریجي ډول کمیږي.  دا کمزورې زلزلې د افټرشاک یا وروستي ټکان په نوم یادیږي. دا زلزلې معمولا تر اصلي زلزلې کوچنۍ وي،خو وروسته ټکانونه  پخپله ویجاړونکي کیدی شي او په اصلي زلزله کې زیانمن شوي جوړښتونو ته ډیر زیان ورسوي.  د زلزلې وروسته ټکانونه  کیدای شي تر دوو کلونو پورې  دوام وکړي.   انسانان نن په دی حقیقت پوه شوي چې د دی پراخ او ستر عالم هر څه له  خپلو خاصو قوانینو له مخې  ترسره کیږی که دا دجامداتو پيدا یښت دي او که دمعیاتو ګاز او نور اشیاو. پيدایښت دي یا دعناصرو ترکیب او جوړښت حرکت او ساکن والی هر څه د یو منظم نظام له مخې  سرته رسیږي . نن سیأينس  همدغه خبره کوي د ټولو هغه پرله پسې مسلسل تحولاتو چې هر شیبه د ځمکې  په سر او دهغي په سینه کې تر سره کیږي  خپل یو ټاکلي مسیر وهې  او هر پيښه په خپل ثابت وخت کې را مینځ ته کیږی  میتا فزیک څه شی دي؟  په حقیقت کې میټافزیک په عمومي توګه د فزیک څخه بهر علمې معنی لري، هغه څه  چې ساینس یې نه ترلاسه کوي. هغه څه چې فزیکي تحلیل نلري.  میتا فزیک یې را سپړې  تحلیل یې کوی  او د اثبات  تر حد یې رسوي . په حقیقت کې، دا لاره په روښانه توګه د بشري ځواک بشپړتیا بیانوي.  مابعد الطبیعات او هغه قوانین چې کائنات اداره کوي،   د میتافزیک دعلم سره تړاو لري. ‎د اذازلزت الارض زلزالها . مبارک صورت د ځمکې  په هغه ټولو پيښو شهادت ورکوي  چې  د ځمکې پر سره او یا دهغه په جوف کې رامینځ ته کیږي . زلزله د الله تعالی د افتونو یوه ډ یره کوچنې برخه ده ولې دا چې ځمکه او اسمان ورسره څه تړاو لری زموږ د بحث  اصلې موضوع ده  دساینس د لید لوری ورباندې  بحث کوؤ کله چه قران شریف موږ ته د دتسخیر خبره کوي هغه یوازې  د ځمکې بحث نکوي بلکې د اسمانو د تسخیر خبر هم راکوي یو ه ‌‌‌‌‌‌ډيره دفکر او راز خبر چې  موږ ته قران  کریم بیان وي هغه د ځمکې او ا سمان د تسخیر خبر راکوي  خو جالبه دا ده چې تل یې د اسمان دتسخیر خبر لومړی او بیا یی د ځمکې  بحث کړﺉ.تاسې وګورﺉ تل الله تعالی فرمایې  رب السموات او بیا وایې  والارض تل د اسمان ذکر لومړی او د ځمکې د خاکی کره یې ذکر ورسته شوي  دی د نن علم وایې ساینس دقران مجید ریښتنوالی ثابتوي   علما وایی دزلزلي په اړه چې کومې پوښتنې د ساینس په  رڼا کې تر لاسه کوي هغو  وایې  دزلزلې   فزیکی میتافزیکل لاملونه چې په اسمان کې تر سترګو کیږي  د ځکمې سره مستقیم تړاو لری . ‎میتافزیک علم وایې  هر پیښه چې په ځمکه کې را مینځ ته کیږی هغه لومړی په اسمانو که پيښږي نوموړی د زلزلې  د علم په ړڼا کی په خپل یو مثال که وایی . ‎کله چه سماوي اجرام او  ځینې ستوري لکه سپوږمۍ ځکمې  ته رانږدی کیږي د خپل وضعې او یاانتقالی حرکت له مخې او  هغه  میتا فزیکې مقناطسې  ٫هغه هم د اوسپنې نه  ٫بلکې داوبو مقناطسې صلاحیت  چې الله تعالی ورکړي د سمندر په میلیاردونو ټنه اوبه ځانته راکش کوي  او له څو دققیقو   ورسته اوبه بیرته په شاتګ کوي ځکه سپوزمې د ځمکې له مدار لری کیږي او هغه مقناطسی قوت د فاصلې په انډول    له لاسه ورکوي او اوبه په شدت او په زرونو میله سرعت د سمندر سطحه چې په زرؤنو میتره له ځمکې  ټیټه ده خپل  لومړی مسیر یا کچی ته حرکت کوي  او دلته ته د لویو سمندری ویجاړونکې بادنو طوفانونو  لامل ګرځي که څه هم د سپوږمۍ په نوم ستوری په شمسی نظام که  یو کوچنې ستوری دي کله چې سپوږمۍ د ځمکې مدار ته نږدې کیږ ي په میلیارد نو ټنه د بحر اوبه  ځانته راکاږي چې په نتیجه کې په سمندرنو کې ډیری شدیدی زلزلی رامینځ ته کیږي نو له دې مالومیږي چې ټول تحولات چې د ځمکې په سرترسره کیږي لومړی په اسمانو کې پيل کیږي  چې له دې سمندری زلزلو نه سونامي او شدید طوفانونه چې د انسانی تلافاتو سبب ګرځی رامینځته کیږی ‎همدا راز لمرد خپل شدید  ٫هغه شدید چې الله تعالی ورته شدید ویلې جاذبی قدرت له مخی  چې الله تعالی ورکړی .د ځمکې دننه په میلیاردو ټنه مایع مواد چې له زیات حرارت له مخې  ذوب شوي  ځانته راکاږی اوپه نتیجه کې د ځمکې په دننه کې ویبرشن یا اهتزاز ات پيل کیږی له هغې  ورسته زلزله رامینځ ته کیږي په دې اساس  د ناسا او د چین د سپوږمکې د راپورونو په اساس لمر به په راتونکو لسو کالونو کې زیات طوفاني وي او د ازون د لویو لویو چاودنو شاهد به وي همدا راز یوې علمي څيړنې  داهم ښودلي په لمر کې   فزیکې او میتا فزیکې بحران او هغه وړانګې چې د لمر سره ځمکې ته رارسیږي د انسانانو په روح او روان مستقیمه اغیزه  لری انسانان  ځانونه ناارامه احساسوی او ویره په ذهن حاکمه وي د سولې پر ځاي د تشدد تاوتریخوالې  په لور  یې بیایې  ولې چې هغه زهری عناصرو  يې روح او روان نا ارامه کړی وي  موږ او تاسې د تیرو څؤ  لسیزو عینې شاهدان یو په هیوادنو کې جګړې پیل ول شر جوړول په تیرو څو لسیزو کې دځمکې پر سر د

اسلامی متیافزیک او کاسمولوژی

اسلامی متیافزیک او کاسمولوژی Facebook Twitter LinkedIn محمد امين  ظريف دساینس او مذهب یووالی: ځینې اشخاص له ساینس پوهانو او فیلسوفانو په ګډون، د ساینس او مذهب ترمنځ احتمالي تقاطع لټوي، دساینسي پوهې او د مذهبي عقیدې سره د پخلاینې په لټه کې نه دي. په هرصورت، دا اړینه ده چې د ساینس او مذهب لکه د اسلامی میتا فزیک یا ما بعدالطبیعات او د روح مفهوم یو له بل سره تړلي موضوعات دي چې د تاریخ په اوږدو کې د فیلسوفانو، الهیات پوهانو او مفکرینو لخوا سپړل شوي دي. راځئ چې د دې مفکورو هر یو ته پام وکړو:  ترمنځ توپیر وکړو،  اسلامي میتافزیک مابعدالطبیعات د فلسفې یوه څانګه ده چې د واقعیت، وجود او کائناتو په اړه د بنسټیزو پوښتنو ته ځواب ور کوي. داسلامې میتافزیک دا علم د بنسټیزو اصولو او جوړښتونو د پوهیدو په لټه کې دي چې د فزیکي ساحې هاخوا کاینات اداره کوي. د میتافزیک ځینې کلیدي اړخونه عبارت دي له:  آنتولوژي: آنتولوژي د وجود او وجود مطالعه ده. مابعدالطبعيات پخپله د وجود د ماهيت په اړه پوښتنې کوي، داسې پوښتنې کوي لکه: د وجود وجود څه ته وايي؟ هغه بنسټیز بنسټونه کوم دي چې روح ورکې واقعیت لري ځکه په طبیعت کې هر ماده له فزیکې او کیمیاوی تعامل سره مخ کیږ ی نو بیا ولی روح ځانګړی دی کاسمولوژي: کاسمولوژي د کائناتو د اصليت، جوړښت او تحرکات لټوي. مابعدالطبعي کاسمولوژي د کاسموس د نهايي ماهیت، د هغې هدف د لوړو اصولو او واقعیتونو سره د روح او انساني جسم د اړیکو په اړه بحث کوي .  د میتا فزیکی یا مابعدالطبعي پوهنه د حقایقو د ماهیت، د انسان د پوهې د حدودو او د پوهې او حقیقت ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې څېړي.  ټیلولوژي: ټیلولوژي د هدف یا وروستي لاملونو مطالعه ده. مابعدالطبعي ټیلولوژي د وجود او روح د هدف یا سمت په اړه بحث کوي ، ایا په کائناتو کې په اصل کې داسی شیان شته چې د فزیکې او کیمیاوی تعامل پرته دې وجود ولری لکه روح نو معنی یا هدف څه دي او د ادارې یا ارادې رول.  یې څنګه ثابت کولی شو .دلته د اسلامې میتا فزیک علم ته اړتیا لیدل کیږي په ټولیز ډول، مابعدالطبیعات د حقیقت د بنسټیز طبیعت په اړه د پوښتنو پراخه لړۍ پوښي، د وجود، روح , د خدای جل جلاله مطلق حاکیمیت ، هویت، د ځان او طبیعت په اړه پوښتنې کوي.  د روح مفهوم د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو مذهبي، فلسفي او روحاني دودونو کې مرکزي موضوع وه. پداسې حال کې چې د روح تفسیر په مختلفو کلتورونو او باور ی اسلامې سیسټمونو کې توپیر لري، دا ډیری وختونه د غیر مادي جوهر یا اصولو په توګه پیژندل کیږي چې ژوندي موجودات متحرک کوي او د بې ځانه موادو څخه توپیر لري. د روح ځینې مهم اړخونه پدې کې شامل دي:  ابدیت: ډیری دیني روایتونه د یو ابدي روح شتون تاییدوي چې د متافزیکې او فزیکي مرګ څخه تیریږي او د بدن له مړینې وروسته په یو میتافزیکې شکل کې خپل شتون ته دوام ورکوي. د دې پوښتنې دحل لپاره داسلامې میتا فزیک علم ته اړتیا ده د روح د تقدس وروسته ژوند باور پر څه دي أیا د ژوندی روح د مفهوم سره نږدې تړاو لري.  شعور: د ژوندی روح اکثرا د شعور، ځان پوهاوی ، او موضوعي تجربې سره تړاو لري. او د اسلامې میتافزیک دعلم له مخې د اسلامي افکارو، احساساتو او شخصي هویت سرچینه ګڼل کیږي.  او اخلاق: د روح دتغذیې او روح کله کله د اخلاقي ادارې او اخلاقي مسؤلیت ځای ګڼل کیږي. دا د فضیلتونو یو ستر ماهیت ګڼل کیږي لکه شفقت، مینه، محبت ،او عدالت، د انسانی چلند او په اخلاقي پریکړه کولو لارښوونه کوي.  روحاني پرمختګ: په ډیری روحاني روایتونو کې، روح د روحاني پرمختګ یا روښانتیا د مختلفو مرحلو له لارې د پرمختګ په توګه لیدل کیږي. میتا فزیک وایې د روح تمرینونه لکه مراقبت، لمونځ، او ځان او اخلاقي انعکاس اکثرا د روح د روزنې او کښت لپاره ترسره کیږي.  اسلامي میتافزیک د روح مفهوم د شعور د طبیعت، شخصي هویت، او د وجود د مادي او غیر مادي اړخونو ترمنځ د اړیکو په اړه ژورې پوښتنې راپورته کوي. دا د روانو فلسفي تحقیقاتو او بحثونو موضوع ده، د مختلفو کلتورونو او فلسفي دودونو په اوږدو کې د مختلفو تفسیرونو او لید لورو سړه تړلی موضوع ده.  کاسمولوژي څه ته وایی ؟ کاسمولوژي د ستورپوهنې او ستورو فزیک څانګه ده چې په ټوله کې د کایناتو اصليت، تکامل، جوړښت او د پیښې برخلیک مطالعه کوي. دا علم د کاسموس د لویې پیمانه ملکیتونو او تحرکاتو د پوهیدو په لټه کې دي، په شمول د مادې او انرژي د ویش، د کهکشانونو او دکهکشان کلسترونو جوړښت او تکامل، د تیاره مادې او تیاره انرژي ,طبیعت، او د کائناتو بنسټیز قوانین.  څیړﺉ  په کاسمولوژي کې ځینې کلیدي اړخونه او مفکورې دي:  لکه دبیګ بینګ تیوري یا د (تیارو علم ): د کایناتو د پیل او تکامل لپاره موجوده کاسمولوژیکي ماډل د لوی بنګ تیوري ده. د دې تیوري له مخې، کاینات شاوخوا 13.8 ملیارد کاله وړاندې د تودوخې، دګرم حالت په توګه پیل شو او له هغه وخت راهیسې  هر ورځ پراخیږي او سړه یږي. د لوی بنګ تیوري  یا (تیارو علم )د کایناتو د لومړني تاریخ د پوهیدو لپاره یو چوکاټ چمتو کوي، په شمول د بنسټیزو ذراتو، اتومونو، او لومړی کهکشانونو جوړښت Background RCMB): د کاسمیک مایکروویو شالید وړانګې د  هغه وړانګو وړانګې دي چې کائنات احاطه کوي او د لوی بنګ  د تیارو دعلم څخه پاتې تودوخه ګڼل کیږي. دا د بیګ بینګ تیورۍ  یا (تیارو علم )په ملاتړ کې مهم شواهد وړاندې کوي او د کایناتو په لومړیو شرایطو او جوړښت کې د اسلامی میتا فزیک  علم وړاندې کوي. په لویه پیمانه جوړښت: کاسمولوژیست د کایناتو لوی پیمانه جوړښت مطالعه کوي،  د کهکشانونو ویش، د کهکشان کلسترونه، او سپر کلسترونه. د کهکشانونو د ځایي ویش په نظر کې نیولو او د دوی د سرې بدلونونو اندازه کولو سره،  اسلامې ساینس پوهان کولی شي د کاسمولوژی  او اسلامې میتافزیک دعلم په پیمانه د کایناتو اصلي جوړښت او تحرکات اټکل کړي.  تیاره ماده ,او تیاره انرژي:  د تیارو علم یا بیګ بینګ د کاسمولوژي د تیاره مادې او تیاره انرژي په نوم پیژندل شوي پراسرار اجزاو د پوهیدو په لټه کې دي ، کوم چې په ګډه د کائنات د ټولیز انرژي مینځپانګې نږدې 95٪ جوړوي. تیاره ماده د مادې یوه نه لیدل شوې بڼه ده چې په کهکشانونو او کهکشانونو کلسترونو باندې د جاذبې